کابل ټکی کام (یکشنبه، مرغومی ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل):
د جلال اباد ښار اړوند په دریمه ناحيه کې د ملک عثمان کورته څېرمه پر یوه کور د موټر بم حمله شوې .
ويل کيږي چې دغه بريد د ولایتي شورا غړي عبید الله شینواري پر کور تر سره شوی دی.
لومړني معلومات ښيي، چې په کور کې یوه قومي غونډه روانه وه، چې د بريد ښکار شوه او شاوخو ۲۰ کسان په کې مړه او ژوبل شوي .
د ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه نن سهار څه د باندې ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.
د خوګياڼي په وینا چې دا یو انتحاري برید وه د داعش وسله والو له لوري د عبید الله شنیواري د ورور د خوشې کېدو په مناسبت مراسم نیول شوي وه تر سره شوی.
په سیمه کې د ولسي خلکو په ویناد عبیدالله شینواري ورور څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې داعش وسله والو تښتولی وو، چې په دې وروستیو کې را خوشې شوی و نن د نوموړي لپاره مراسم نيول شوي وه چې بريد پرې وشو.
د شینوارو قومونه تېره ورځ د دولتي ځواکونو سره یو ځای شول او د وسله والو پرضد یې د ګډې مبارزې پریکړه وکړه.
د برید مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه ده منلی
سلیم بریال
