کابل ټکی کام ۲۷مرغومي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې د شمشاد ټلویزیون هغه ادعاء چې د غزني د شلګر ولسوالۍ په شنن نومې کلي کې یوه کوربه خپل ۳تنه طالب مېلمانه وژلي دي؛ درواغ وبلل.
مجاهد زیاتوي چې د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې نه د شنن په نوم کلی شته، نه په ټول شلګر کې داسې کومه پېښه را منځته شوې ده، او نه هم د دوی کوم جنګیالی په شلګر کې وژل شوی دی.
مجاهد د پیغام په آخر کې د شمشاد ټلویزیون یاد راپور نا سم وبللو، او دا ډول راپورونه یې د طالبانو د بدنامولو او د اربکیانو پر شرمناکو جنایتونو پرده اچول وبلل.
مجاهد د شمشاد ټلویزیون هغه راپور چې یوه کوربه ۳طالب مېلمانه وژلي؛ درواغ وبلل
