کابل ټکی کام

هلوووووووو ټرمپه اورې؟؟؟

 

څارنوال حشمت عبيدي

ترمپ ــ الووو څوک یي او له کومه جایه خبری کوې؟

افغان ځوان:
سور مخيه! زه جومه دین د خیرودین کاکا زوی یم له شلګره درسره غږیږم.

ترمپ ــ وایه څه وایې خبره دي وکړه؟
افغان ځوان:
اغه ده!
ماوېل موږ غواړو تاسي سره جنګ وکړو.

ترمپ ــ جنګ راسره کوی؟

افغان ځوان:
هو.
ترمپ ــ تاسي څو نفره یاست؟

افغان ځوان:
موږ شپږ مپړه یو، یو زه یم یو مې د کاکا زوی او څلور نور مې کلیوال دي.

ټرمپ ــ هههههههههه تاسي خبر یاست چې زه شپږ میلیونه اردو لرم؟

افغان ځوان:
شپاږږږ میلونه اردو لرې؟

ترمپ ــ ههههههه هو.

افغان ځوان:
ته لیږ صبر وکړه زه له ملګرو سره مشوره وکړم.

لږ وروسته یې بیا زنګ ورته وواهه

افغان ځوان:
الووو موږ نه غواړو تاسی سره جنګ وکړو.

ترمپ ـــ هههههههه وډاریدلې؟

افغان ځوان:
یاااا
موږ له چا نه ډاریږو.

ترمپ ــ نو ولي له جنګه پښیمانه شوې؟

افغان ځوان:
ځکه چې ستاسي د شپږ میلیونه سرتېرو د خښولو دومره جای نلرو ځکه افغانستان کې غرونه ډېر دي

ترمپ:
اوه شییت. په خيټه مې درد شو

Exit mobile version