کابل ټکی کام

نیویارک ټایمز: تیره اونۍ کې ۱۱۲ عسکر او ۶۹ ملکیان وژل شوي

نیویارک ټایمز: تیره اونۍ کې ۱۱۲ عسکر او ۶۹ ملکیان وژل شو

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۱ زمری، ۱۳۹۸)

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د تیرې اونۍ د پوځي او ملکي تلفاتو شمیرې خپرې کړې دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي چې په تیره اونۍ کې ۱۱۲ تنه عسکر او پولیس وژل شوي چې تر ټولو زیات یې په فاریاب کې د طالبانو په یو برید کې ووژل شول.

ټایمز لیکلي چې په فاریاب کې د طالبانو په یوه برید کې ۸ کمانډو ځواکونه او ۱۴ نور عسکر ووژل شول.

په راپور کې د امریکایي عسکرو تلفاتو ته هم اشاره شوې او پکې ویل شوي چې په کندهار کې د یوه نفوذي سرتیري بریدګر برید ۲ تنه امریکایان ووژل او نوموړی خپله د یوه بل افغان سرتیري لخوا ژوبل او اوس له امریکایانو سره په ټپي حالت کې بندي دی.

راپور یوه برخه ملکي تلفاتو ته ځانګړې کړې او پکې ویل شوي چې په تیره یوه هفته کې ۶۹ ملکیان وژل شوي چې په ټکو یې تر ټولو خونړۍ پیښه د فراه د یوه مسافر وړونکي موټر وه چې ۳۵ کسان پکې ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې د دې پیښې اصلي عامل لا هم نه دی څرګند شوی خو د طالبانو لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې

[contact-form][contact-field label=”Name” type=”name” required=”true” /][contact-field label=”Email” type=”email” required=”true” /][contact-field label=”Website” type=”url” /][contact-field label=”Message” type=”textarea” /][/contact-form]

سیمې ته دوی یو هیئت لیږلی ترڅو د یادې پیښې پلټنه ترسره او له مخې یې عاملینو ته سزا او جدي چلند ورسره وشي.

Exit mobile version