له ستر محدث او روحاني شخصیت، محترم شیخ القران والحدیث حضرت مولانا حمدالله جان داجوي دامت برکاتهم سره، د کابل ټکي کام ځانګړې مرکه .
مرکه کوونکی : فاتح .
کابل .کام: محترم شيخ صېب ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
وياړو او مننه مو کوو ، چې کابل ټکي کام، ته مو وخت راکړ.
شيخ صاحب : وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ، تاسونه هم مننه کوم .
کابل .کام: جناب شیخ صاحب ! څنګه چې دنن په مقایسه پخوا به دديني علومو د زده کړولپاره طالبانو خورا زیاتې ستونزې او تکلیفونه ګالل او دعلم حاصلولو په لاره کې به یې ډیرې تودې اوسړې زغملې که لطفاً تاسو راسره دخپل علمي یون څو خاطرې شریکې کړئ خوښ به شو.
شيخ صاحب : زما د علم دتحصيل څه حصه دلته په کلي کې تېره شوې ،د خپل ماما قاضي امان الله صاحب سره مې تر ملاحسن پورې د فنونو څه کتابونه وويل، له هغه وروسته مې مردان کې د زروبۍ صاحب حق صاحب؛ د مفتي فريد صاحب والد صېب (مولانا ..) چې زموږ مشرانو سره پاتې شوي وو، دهغو سره ما درې کاله مردان کې تېر کړل او په دې موده کې مې ورسره محتصرالمعاني ،مطول ، صدری ،حمدالله ،قاضي ، ميرزاهد ،مرزاقطبي، غلام يحیی ،جلالين لس سېپارې او څه حصه هدايه اخرين وويل ، وروسته بيا زه هندوستان ته لاړم اوهلته مې درې کاله تېرکړل ، زه هلته ددې لپاره تللی وم چې هلته به يو کال وړه دوره (موقوف عليه ) او بل کال ته لويه دوره وکړم . کله مې چې ممتحن ته په مطول اونورو کتابونوکې امتحان ورکړ ،هغه راته و ويل : تا مختصر څومره ويلی؟
ما ورته و ويل : دوه فنه .
هغه راته اعاده ( شاته کتابونوته واپسي) وليکله .
ماورته ويل : مادلته تپوس کړی ، دلته دوه فنه هم نه پوره کېږي. بله داچې زه اوس وطن ته هم بېرته نشم تللی، زما يو کال هسې خرابېږي . خو هغه زما خبره ونه منله او ماته يې ويل شوي کتابونه بيا راکړل .
په ويل شوو،کتابونو کې حسامي او مطول هم وو،چې داوړه دمولاناظهورالحق صاحب سره وو، هغه له صحت څخه ډېر کمزوری و، په پنځلس دقيقو کې به يې کتاب ووايلو ،بيا به يې کټ کړ.
ظهورالحق صاحب ته مې وويل : ماپه مطول کې امتحان ورکړی دی . هغه راته لار وښوده چې :ورشه ! مهتمم صيب ته درخواست ورکړه . ما همداسې وکړل ،مهتمم صاحب و ويل : دوباره امتحان ورکړه .
امتحان مې بيا له هماغه ممتحن سره راغی.
ماورته کړه : کال خو دې راباندې ګډ وډ کړ ، خو ځه مهرباني وکړه .
ويې ويل: مطالعه وکړه !
ماويل : مطالعه مې کړې ده .
هغه په مطول کې ( ومرجع الصدق والکذب ) دغه ځای راښکاره کړ ، ماچې ورته بيان کړ ، ويې ويل: تا مطالعه نه ده کړې.
بيا را سره بې تکلفه شوو، ورته مې و ويل : تامطالعه نه ده کړې ؛ دلته د مرجع له ضمير څخه مرجع مراد نه ده ، بلکې مآل الصدق والکذب مراد دی .
هغه بيا وليکل چې : مطول يې ويلی دی .
بيا مې دغو ساعتونو کې له مولانا عبدالرحمن کامل پوري صاحب سره تلويح توضيح او مسلم الثبوت وويل.
بالاخره درې کاله په هندوستان کې تېرشول. او په کوم کال چې تقسيم (هندوستان او پاکستان ويش) کيده په همدې کال بېرته خپل وطن ته راغلم .
دا وخت ماته يو مصيبت پېښ شو ،هغه داچې: هلته د ګلاب جامن داسې ونې دي لکه زموږ په وطن کې (توتان )
يو هندوستانی ګلاب جامن ته ختلی و، مولاناعبدالرحمن صاحب ته يې هغه راڅنډه، هغه ورته اشاره وکړه،چې ته راکوز شه ، زه ور وختم ، ماچې لته ورکړه ، نو هغه څانګه چغزي غوندې وه ماته شوه ، ما بلې څانګې ته لاس واچاوه ، هغه هم راپسې ماته شوه ؛ نو چې راپرېوتم نو په يوه جرړه مې ورون ولګيده او طالبانو رامنډه کړه راباندې راټول شول . ماورته ويل: مه کوئ ! ښپه مې ماته ده ،کرځيدلی نشم .
هغوی کټ راوړ ، هسپتال ته يې ويوړم . څو ورځې مې هسپتال کې تېرې کړې ، بيا ماسره دوه کسان ملګري شول او وطن ته راغلم .
په داسې حال کې چې پښه کې مې پلستر وه ، طالبانو ته درسونه شروع کړل . په دې سلسله کې
بيا د افغانستان واقعه راغله :
مولانا اميرخان متقي صاحب د هغه وخت وزيرتعليم و ، هغه ماپسې دلته راغی ، راته ويې ويل: موږ سره به افغانستان ته ځې.
ماورته وويل: دلته مې درسونهدې ډېرمعذروت مې ورته پېش کړ ؛ خو هغه ټينګار وکړ چې موږ سره به خامخا يو کال تېروې، ما ورسره وعده وکړه .
متقي صاحب راته وويل : څومره معاش چې ځانته ټاکې ويې ټاکه .
ماويل : معاش څه ته وايي ، ويې ويل: تنخوا.
ماويل: زه معاش نه اخلمه ، بس يو کال دی تاسو سره به يې تېر کړم ؛ نو بيا ما تقريبا درې کاله په کابل کې ورسره تېر کړل.
هلته را سره ،بخاري اول جلد، ترمذي اول جلد ، مشکات شريف او د مازدېګر يوه رکوع ترجمه وه .
هغوی به ترجمه ثبت کړه ، سهار به يې له (شريعت غږ ) راډيو څخه نشر کوله .
ماته يې ويل: دا ترجمه په ايران ، پاکستان، او اکثرې دنياکې اورېدل کېږي؛ نو دې کې به ته لږ احتياط کوې.
له هغه ځايه چې راغلم ، دلته مې په لومړيو کې يو کال وړه دوره کوله او يو کال لويه ، د لويې دورې په کال به د وړې دورې طالبان راغلل او دوړې پرکال به د لويې دورې.
بيا ما خپل خوريه ، ته وړه دوره حواله کړه او لويه دوره ما سره وه . بيا قدرت شان و ، په هغه باندې فالج حمله وکړه او وفات شو ، هغه کتابونه نيمګړي پاتې شول ، د بل مدرس د راتلو وخت هم نه و، نو د سهار نه ترغرمې پورې به ما د لويې دورې کتابونه ويل او له ماسپښين نه ترمازدېګره پورې به مې دوړې دورې .
نو له فراغته دتدريس سلسله روانه ده او تراوسه راورسيده .(تردې وخته اته شپيته کاله تدريس وشو)
کابل .کام : شيخ صاحب! تاسو دهندوستان ويش ته اشاره وکړه ، ايا دهندوستان علماء په دې ويش سره موافق او په يوه خوله وو که څنګه ؟
شيخ صاحب : هغه وخت د هندوستان علماء دوه ډلې شول ، مولاناشبيراحمدعثماني صاحب او مولانا اشرف علي تهانوي صاحب د تقسيم قايل وو خو مولانا حسين احمد مدني صاحب او دهغه ملګري مولاناابوالکلام ازاد… دتقسيم خلاف وو. د دوی دواړو ډلو جلسې په سهارنپور کې وې ، ديوبند يوه بانډه وه ، چې بيا د مدرسې (دارالعلوم ) په وجه مشهور شو.
مولانا شبيراحمدصيب په خپل تقرير کې ويل:
زه سرحد ته تللی وم ، دهغوی ناره وه ، دسرحد غيرتي پښتانه به پاکستان اخلي.
کابل .کام : جناب شیخ صاحب! دخپل درانه علمي مقام او تجربو په رڼا کې دیو طالب لپاره دکومو اخلاقو او آدابو په لحاظولو ټینګارلرئ او دنن زمانې طالبانو او خاصکر خپلو شاګردانو ته دڅه توصیه کوئ؟
شيخ صاحب: د طالب العلم لپاره اول آداب دي:
۱): داستاذ سره تعلق
۲): دکتاب سره تعلق
۳): دجومات سره تعلق
دا ټول واجب التعظيم دي ، نو دوی به د آدابو ډېر خيال ساتي.
ځکه چې علم په ادب سره حاصلېږي،
طرق العشق کلها ادب ـــ ادب النفس ايها العشاق
زه ورسره دا هم وايم :
طرق العلم کلها ادب ــ ادب النفس ايها الطلاب
دويم نمبر نيت دی :
د علم د طلب نيت به يې او الهي رضا وي ، داسې نيت به نکوي چې مفتي به شم ،قاضي به شم ، مدرس به شم ،تنخوا به اخلم ، او شهرت به ترلاسه کړم ،بلکې نيت به يې خالص د اعلاءکلمة الله (دالله ددين لوړوالی ) وي. همدغه وجه ده چې امام بخاري صيب اول حديث: “إنَّما الأَعمالُ بالنِّيَّات… ” او اخري حديث
يې دوزن داعمالو:” كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ : سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ ” ذکر کړی دی .
دې کې همدې ته اشارت دی چې د امام بخاري مقصد دادی ،چې يو معلم چې تعليم دعلم حديث کوي، يو متعلم چې زده کړه دعلم حديث کوي،دی به اول دنيت اصلاح کوي؛ ځکه چې نيت د عمل لپاره صحي بنياد دی . بنياد کې خلک کوشش کوي ، سيخان اچوي ، سيمټ اچوي… څو بنسټ مظبوط راشي، بنيادي خښته او ډبره چې معمار کږه کېږدي ، نو ټول ديوال به کوږ وي.
دريم نمبر دوام دی :
امام بخاري بابونه ذکر کوي: خيرالعمل….
دعمل هميشوالي غوره دی که څه هم لږ وي؛ که په يو ورځ سل کسان ماړه کړې ،دومره فايده به نه وي،لکه ټول کال چې يوه توکړه دخدای په نوم ورکوې چې داوامدار وي.
دا مثال دعلم هم دی ، دعلم لپاره حاضرباشي اوملازمه ډېره ضروري ده ،هسې نه چې دوه ورځې حاضر او درې ورځې غيرحاضر وي.
دحضور عليه السلام په صحابه وو کې حضرت ابوهريره رض ډېرحاضر باش و، هغه به له حضور (ﷺ) څخه غيرحاضري بيخي نه کوله ، په سفر او په حضر کې ورسره ملازم شاګرد و.
په صحابه کرامو کې له هغه زيات رواي دحديثو بل څوک نشته ،بغير له حضرت ابن العاص رض څخه . (ابوهريره رض ) وايي : هغه د قلم خاوند و، ليکل به يې کول او ما به يادشت کاوه .
د هغې وجې دوه وې : يوه داچې هغه هم حاض ر باش و، دويم دا چې حضور ته يې شکايت کړی و: تاسو چې حديث بيان کړئ زما نه هېرېږي. حضور(ﷺ) و فرمايل: شاړۍ راخوره کړه ،(وايي: ) هغه مې خواره کړه ، حضور حديث بيان کړ ، بيا يې راته وويل : داخپلې سينې ته راجوخته کړه ، هغه مې راجوخته کړه ، له هغې وروسته بيا زما نه حديث هېر شوی نه ده .
موږ سره ترمذي کې يو حديث راغی : عَالِمٌ عَامِلٌ مُعَلِّمٌ يُدْعَى كَبِيرًا فِي مَلَكُوتِ السَّمَوَاتِ
يو سړی عالم هم وي،عامل هم وي،معلم هم وي ، په عالم ملکوت کې لوی ګڼل کېږي ،او ملايکې دهغه بحث کوي چې فلانی لوی سړی دی .
مونږ سره يو فارسيوان طالب و، هغه وويل: دې حديث نه خو ماته نشه راغله ، داخو ډېر زبردست مقام دی چې ملايکې دهغه بحث کوي.
ماوې چې نشه به دې ډېر زر لاړه شي: لږ وخت پس باب السنة والرياء کې حديث راغی، يو تابعي دی ،صباح اسلمي يا اصبعي وايي: زه مسجد نبوي ته راغلم ، جومات ډک و، يو تن درس ورکاوه ، له چا نه يې تپوس وکړو ،داڅوک دی ؟
ويې ويل: دا ابو هریرة رضی الله عنه دی .
درس چې ختم شو ،خلک لاړل ، زه ورته راغلم ،ماورته وويل: ته ابوهرېره صاحب يې درسول الله ملازم شاګرد، ماته يو حديث بيان کړه ، چې تا پخپله له نبي کريم څخه اوريدلي وي او ته پرې پوی شوی وې.
هغه راته وويل: زه تاته يو حديث بيانوم او زه پرې پوی شوی يم ، او يوه هيبتي چيغه يې وکړه او بیهوښه شو او وجد کې راغی ،کله چې بیرته په افاقه او هوش کې راغی ،ويې ويل: دا مخامخ کور ګورې ، دې کې يو زه وم يو نبي عليه السلام و ،بل هېڅوک نه وو، ماته يې يو حديث بيان کړی دی ،تاته يې وايم . دې حال کې بيا دوجد او بې هوشۍ حالت پرې راغی، په دريم ځل بيا پرېوت ما له لاسه ونيو ، چې په افاقه اوهوښ کې شو ،ويې ويل: ماته يې وفرمايل: ابوهرېره حساب کتاب چې کېږي ،اولين به ددرو قسمه خلکو سره کېږي:
يو به مالداران پيش شي ،الله تعالی به ورته ووايي: ته څه کړي دي ؟ دی به ووايي: ماجوماتونه جوړ کړي دي ، مدرسې درسګاوې وې جوړې کړي ، دغه دغه مې کړي الله به ورته ووايي: (کذبت ) درواغ دې وويل!!
ملايکې به ووايي: (کذبت ) درواغ دې وويل ،( ولكنك فعلت ليقال هو جواد فقد قيل )دا دې ځکه کول چې خلک ووايي پلانی ډېر سخي دی او هغه درته ويل شوي دي، ( فيسحب على وجهه إلى النار) بيا به پړمخې اور ته وغورځول شي.
بل به پيش شي الله تعالی به ورته ووايي: تاڅه کړي دي ، هغه به ووايي: ما دستا په لار کې جهاد کړی دی ، سر مې ورکړی دی ، الله به ورته ووايي: درواغ دي وويل!! ملايکې به ورته ووايي: (کذبت ) درواغ دې وويل!! ( ولكنك قاتلت لأن يقال جريء فقد قيل) ته د دې له پاره جنګېدلې چې خلک ووايي (پلانی) بهادر دی ، هغه درته ويل شوي ( فيسحب على وجهه إلى النار) بيا به پړمخې اور ته وغورځول شي.
بل کس به راوستل شي ، الله تعالی به ورته ووايي، تا څه کړي دي، هغه به ووايي: مادعلم لپاره سفري کړي،سړې تودې مې تېرې کړي دي ،علم مې زده کړی ، او بل ته مې ښودلی.
الله به ورته ووايي : (کذبت ) درواغ دې وويل!! ملايکې وايي: (کذبت ) درواغ دې وويل!!
(ولكنك تعلمت العلم ليقال عالم وقرأت القرآن ليقال هو قارئ فقد قيل)
تا علم د دې له پاره زده کړی و، چې خلک ووايي (پلانی) عالم دی او قرآن دې د دې له پاره لوستی و چې خلک ووايي (پلانی) قاري دی او هغه درته ويل شوي دي
( فيسحب على وجهه إلى النار) بيا به پړمخې اور ته وغورځول شي.
حضور زما په اوږو لاس کېښود ، ابوهرېره ، دا خو ددې دروقسمه خلکو حال دی ، دنورو به څه حال وي؟
هغه طالب ته ما وويل: نشه ماته شوه ،که ماته نشوه ؟
نو دغه دعلم تحصيل لپاره آداب دي چې بايد طالب يې لحاظ وکړي. او کوم خلک چې بې ادابي وکړي له خپل استاد سره ،هغه په دنيا هم ناکام شوي . دموسی عليه السلام او حضرعلیه السلام رفاقت چې کوم و ، په هغه کې دادابو ذکر راغلی دی ، سره له دې چې موسی عليه السلام دلوړ مقام څښتن و ، جليل القدر پېغمبر و، بيا هم الله تعالی ورته دادابو حکم کړی و.
حضرت ابن عباس صاحب ته چا يو بزرګ عالم ياد کړ، چې هغه وايي چې دا موسی عليه السلام دبني اسرايلو نه و، هغه ورته وفرمايل : کذب عدو الله ، دخدای دښمن دروغ وايي ،د يوه مفسره واقعه يې ورته ذکر کړه :
موسی عليه السلام بني اسرائيلو ته تقرير کاوه ، سترګې يې نمناکې شوې ، زړونه وترسيدل ،پرخلکو يې سخت اغيزوکړ، يو تن پاڅيد او تپوس وکړ:
من اعلم الناس، لوی عالم څوک دی ؟
موسی عليه السلام ورته وويل: انا ، زه يمه
خبره خو ،سمه وه ،ځکه چې پېغمبرانو علم لوی وي، خو عجيبه شان دی ،دپېغمبرانوته په وړه خبره تنبیه راځي. موسی عليه السلام ته تنبه او وحی راغله ، ورته وويل شول: لاړ شه ،مجمع البحرين ته ، هلته يو عالم دی ، علم ورڅخه زده کړه ، موسی عليه السلام وويل: خدایه دهغه ځای نښه به څه وي .الله تعالی نښه ورته وښوده : يو ماهي له ځان سره واخله چېرته دې چې له لاسه ورکړ ،هماغه ځای کې به يې وګورې.
ده له ځان سره خپل شاګرد، يو شع عليه السلام ملګری کړ، ورته يې وويل: کله چې ماهي درنه ورک شو ،نوماته ووايه کله چې مجمع البحرين درياب غاړې ته ورسيدل ،موسی عليه السلام ډډه ووهله او ويده شو . ،شاګرد يې بېدار و، دلته د آب حيات اوبو اثر و ، نو له شاګرد يې ماهي اوبو ته وښيده دده خيال دا وه ،چې کله موسی عليه السلام راويښ شي ،زه به ورته ووايم ، خو دهغه هېر شو. کله يې چې مخکې مزل وکړ نو ستړي شول ، موسی عليه السلام ورته وويل: سباناری راوړه ، موږ ته خو دا سفر په مصيبت تمام شو ، شاګرد دډوډۍ اخيستو په حال کې ماهيي ياد شو ويې ويل: په پلاني ځای کې مانه ماهي اوبو ته ټوپ کړ او بې درکه شو ، ما تاته ويل خو دا خبره شيطان رانه هېره کړه ، نو هغه ورته وويل چې ماته خو الله دغه ځای ښودلی و،ځه چې واپس ځو . مزل رالنډ شوی دی .
کله چې موسی او شاګرد يې هاغه ځای ته ورسيدل نو هغه ماهي چې اوبو ته ننوتلی و، هغه ځای کې اوبه واپس رايو ځای شوې نه وې، اوسورنګ پکې جوړ و ، موسی عليه السلام چې په سورنک ورننوت ، حضر عليه السلام يې وليده ،او څادر يې په سر اچولی وناست و، موسی عليه السلام سلام واچاوه ،هغه ويل: وعليکم السلام ،
ــ څوک يې؟
ــ موسی يم
ــ موسی د بني اسرائيلو ؟
ــ هو!
ــ څه لپاره راغلی يې؟
ــ زده کړې لپاره
ــ تاته دتورات علم کافي دی ،ځه بني اسرايلو ته هماغه علم ورکوه
ــ زه الله درته رالېږلی يم ، چې علم رازده کړې
ــ نو بيا زما شرط دی ، ځکه چې دستا علم دی ، ماته دستا علم نشته ، او زما علم تکويني دی ، هغو مسايلو تاته علم نشته . زه به يو کار کوم ، ته به اعتراض کوې ،نو بيا زما اوستا ګذاره ګرانه ده ،
علماء وايي : طالبان دوه قسمه دي : يو ډول مبتديان ، دويم قسم منتهيان :
مبتدي طالب ته چې استاد څه ووايي هغه ته زاړه معلومات نه وي بس مني يي، کوم طالب چې منتهي وي ،هغه ته چې استاد ووايي، دعا بعدالسنت مستحب ده ،هغه وايي: نه ماته خو استاد ويلي دي چې دا بدعت دی ، استاد ورته وايي: توسل بذوات الفاضله وو،من الحيات بعدالممات جايز دی ، هغه وايي : جي ماته استاد ويلي چې دا وسيله شرکيه ده ، داسې مسئلو کې اختلاف جوړ شي نو د استاذ اوطالب مناظره جوړه شي.
موږ چې دمفتي فريد صاحب پلار صاحب حق صاحب سره وو، يو خټک طالب و، ماياديده، هغه به تپوس وکړ، صاحب حق صاحب به ځواب ورکړ، ده به ويل: داسې به نشي، دې نه به بحث جوړ شو.
نو منتهي طالب العلم ته سبق ښودل ګران وي، نو موسی عليه السلام خو دمنتهيانو منتهي و،نو دشاګرد او استاد ترمنځ شرطونه او اداب ذکر شول ، کله چې ددوی ترمنځ په درو پېښو کې اختلافات راغلل او دموسی عليه السلام له سويې لوړ وو،نو په دريم ځل اعتراض سره يې ورته وويل: هذا فراق بينی وبينک ،دا زما او ستا ترمنځ دجدايۍ ورځ دی ، بيا يې ددرو خبرو مصلحت ورته وښود.
دې وجې نه تکويني علم کې پټې خبرې وي، نيک کار نيکان
دنيکانو خبره په خپل قياس مه لټوه ، ليکلو کې شيراو شېر يو شانتې وي، شيرا
نو دنيکانو خبرو کې به پټ راز وي ،هغه به تاته معلوم نه وي ، نو دېکې چېټ چاټ مه کوه.
يو بزرګ ته څوک راغلل چې غويان مې چا پټ کړي دي ، ددې طلب وکړه ، هغه ورته وويل: جلاب وکړه ، دی ورته وايي: دجلابو اودغويانو څه نسبت دی ،خو چې هغه جلاب وکړل ،دشپې پرې دستونه ولګيدل ، باتروم ته به تله او راته، بهر يې چې وليدل څه کسان دي غويان ورسره دي ورته ويې ويل څوک يئ ،هغوی وويل: چې ويې کتل دهغه غويان وختل او په جلابو کې يې غوا بيا موندله . نو دنيکانو په کار کې به يو مصلحت وي،له دې معلومه شوه چې طالب لپاره يو دادب انتهايي ضرورت دی
بل دعلم په لار کې دطالب لپاره محنت پکار دی ، پخوانيو طالبانو به محنتونه کول ، لوږې تندې به يې زغملې ،خوراک وخت کې به نه پخکړی و،نه به پوره ډوډۍ وه ،کله به مو شپتلو سره روټۍ وخوړله کله به مو چای سره ،نو دعلم لپاره محنت پکار دی . امام مسلم په مقدمه کې ويلي دي:
لا يحصل العلم باستراحة البدن يعنې علم دبدن په راحت سره نه حاصلېږي.
که ته سرکړې ترکارۍ خورې او ګرمې روټۍ خورې نو وايې چې زه به ملا شم ، دا نه کېږي : څنګه يې ويلي: طالبه خاورې به ملاشې . په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه
ملايي ډېره ګرانه ده ، من الحد الی الحد ،له زانګو نه ترقبره پورې ده.
يو عالم ذکر کړي دي: دعلم مثال دميت (مړي ) دی ، دې حيات به راځي په طلب ، پس دحيات نه ضعيف دی ، قوت به يې راځي په مطالعه ، پس له قوت غير مکشوف دی ،کشف به يې راځي په تدريس او مناظره ، پس له کشف نه غير منتج دی ،نتيجه به يې راځي په عمل ، پس له نتيجې غير مفيد دی ،فايده به يې راځي په نيت ، نو انمالاعمال باالنيات ته خبره ورسيده ، نو ځکه امام بخاري اول دا حديث ذکر کړی دي، او اخيرنی حديث يې دوزن داعمالو ذکر کړی دی.
پوښتنه :قدرمن شیخ صاحب! په اسلامي جامعه اوټولنه کې ديني عالمان کوم مهم مسؤليتونه لري؟
شيخ صاحب: علماوو ته اول پکار دی ، چې اتفاق مظبوط کړي ، هريو کار په اتفاق بنا دی ، اوهريو کار په اختلاف باندې ورانېږي. دګبين دمچو له اتحاد نه ګبين پيدا کېږي،يوه مچۍ به څه وکي ، الله په اتفاق کې ډېر خوند اچولی
نو دعلماو اتفاق ته ډېر ضرورت دی ، ځکه په شرعه کې اجماع امت دليل دی ، خو د اکثرو علماوو اتفاق نه راځي،سيدجمال الدين افغاني ويلي دي:
اتفق المسلمون علی ان لايتفق.
مسلمانانو په دې اتفاق کړی چې اتفاق به نه کوي. نو دټولونه اهم مسؤليت يې دا دی چې په خپله هم اتفاق پيدا کړي او مسلمانانو کې هم اتفاق رامنځ ته کړي.
پوښتنه : قدرمن شيخ صاحب ! که د ديوبند داکابرو او دګرانو استاذانو څو خاطرې او کارنامې ووايئ خوښ به شو.
شيخ صاحب : ديوبند خو دعلم مرکز و.دارالعلوم ديوبند او مظهرالعلوم سهارنپور ، دې ته علماء دعلم توأمین وايي. توأمین هغه دوه بچي وي ،چې په شپږو مياشتو کې دننه پيداشي. شپږ مياشتې مخکې دديوبندبنياد کېښودل شوی او شپږمياشتې پس بيا د مظاهرالعلوم بنياد ايښی شوی دی.
اکبراله ابادی ويلي دي:
ہی دل روشن مثال ديوبند ـ ندوه هے زبان خوشاوند
زه ورسره دا هم وايمه :
ہی دل روشن مثال ديوبندـ اور مظاهر هے توأم ديوبند
مظاهر دديوبند توأم دی ،په شپږو مياشتوکې دننه يې بنياد کېښودل شوی ، استادان دديوبند او مظاهر ټول سره شريک دی ، دديوبند علماء په مظاهر کې پاتې شوي او دهغوی په ديوبند کې.
دهغوی په منځ کې مسافت هم لږ دی ،شپږ انۍ به ټيکټ و(هغه وخت) دسهارنپور اوديوبندترمنځ سټيشنونه هم واړه واړه و.موږ به کله وخت ماښام هلته ملګرو ته ورتلو.
کابل .کام : شيخ صاحب: نن سبا دباطلو فرقو شور او شعب په امت کې د انتشار سبب ګرځيدلی ددې ستونزو دحل په موخه موږ ( اهل سنت والجماعت پيروانو) لپاره کومه حاکمانه ا و حکمتانه لاره ښيئ ؟
شيخ صاحب : لکه څنګه چې دهغوی تنظيمونه دي ،بايد دعلماوو هم يو منظم تنظيم وي.
چپې په درياب کې دي ،د درياب نه بهر هېڅ نشته . نو خبره ټوله په اتفاق کې ده ،
زموږ دمنطق مسئله هم دغه ده ،چې :
کل درې قسمه دي، يو دی کل کلي ، يو دی کل جمعي ، او يو دی کل افرادي.
کل کلي خو ځانته پاتې دی،خو خبره دکل جمعي او کل افرادي ده ، دکل افرادي حکم جداوي،
او دکل جمعي حکم جدا.
مثلا : يو سړي ته په ګوتو باندې ګزار ورکړې، کل افرادي شو ، خو چې څپېړه شي کل جمعي شو ،مخ به ورته سور کړې.
که په سوق دې ګزار ورکړ ،نو ژامې به ورته ماتې کړې،دا دکل جمعي او افرادي فرق دی.
له دې وجې يې حکم هم جدا جدا دی:
کل انسان لايرفع هذا الحجر ـ دا افرادي شو ، که جمعي شي او ګڼ انسانان يو ځای شي بيا يې پورته کولای شي.کل انسان لا يشبع هذا الرغی ،مجموع انسان دا يو غاخوړی نشي مړولی،خو چې کل افرادي شي نو په يو ډوډۍ باندې يوځل مړېږي.
ددواړو دغه فرق دی ، دې وجې نه داتحاد او دتنظيم ضرورت دی ،چې منظم جماعت وي دهغه پروګرام ترآخره کامياب وي ،خوچې ځان ځان ته لګياوې ،دهغې دومره اثر نه وي،لکه څومره چې دجماعت اثر وي.
کابل.کام : شيخ صاحب ! په پای کې ! که دکابل ټکي کام ویب پانې له لارې خپل مسلمان ولس ته څه توصیه لرئ؟
شيخ صاحب : خپل مسلمان ته خو دغه توصيه ده ، چې په ذاتي طور سره دخپلو عقايدو ،اعمالو ،اخلاقو حفاظت کوي ،اودشريعت مطابق به چلېږي. او دخپلو مسلمانو وروڼو سره دې اتفاق ساتي ، او له خپلو وروڼو اوملګرو سپکاوی به نکوي او دښه اخلاقو نه دې کار اخلي،دحضورصلی الله عليه وسلم په زمانه کې يو لاروی و، په جومات کې يې واړه بول(متيازې) شروع کړل ، صحابه وو پرې غږ وکړ: مه مه ،داڅکوې جومات دی!
حضور ورته وفرمايل: مه يې منع کوئ ،پرېږدئ چې واړه بول وکړي.
علماء وايي چې دې کې يومصلحت دا و چې دا سړی بانډيڅی و،دجومات له ادابو خبر نه و،دی به وايي چې اسلام کې دومره سختي ده ،چې روان واړه بول په سړي بندوي ،نو له اسلامه به تېر شي.
دويم داچې ،روان واړه بول نه بندېږي،يو ځای بل ځای به يې وکړي او ډېرنقصان به وشي،
او دريمه خبره دا وه ،چې داسې واړه بول بند شي،له دې څخه دضعف مثنا مرض پيدا کېږي،بيا به هغه په علاجونو پسې ګرځيده .
موږ يو بانډي ته تلي وو، هلته يې چيلم ګرځاوه ،ماته يې راوړو،نو دهغې بانډې مشر ورته وویل : دا مولوي صيب دی ،پېژانې يې که نه ؟
ما ورته ويل: دا ده ته ښه شی ښکاري ،چې ګرځاوه يې ماته يې هم راوړ.نو زياتره سيمو کې ناپوهي زياته وي يوازې برداشت او حوصله به کوي او له هرچاسره به داخلاقو مناسب کار کوي.
کابل . کام : ډېره مننه! الله تعالی مو په عمر کې برکت واچوه .
شيخ صاحب : له تاسو هم ، کامياب اوسئ.
يادونه : پورتنۍ مرکه به دکابل ټکي کام لخوا په دفلمونو په برخه کې په ژوندۍ بڼه هم خپره شي.
