کابل ټکی کام

زابل: طالبانو پوځي قرارګاه نيولې، پنځلس عسکر وژل شوي

قرارګاه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳)

د زابل ولايت د مرکز قلات په مربوطاتو کې پر پوځي قرارګاه د طالبانو برید کې ګڼ شمير عسکر وژل شوي او یو يې طالبانو ژوندی نيولی دی.

دغه بريد تيره شپه د کابل- کندهار پر لویه لاره د سپينې غبرګې سيمه پر قرارګاه ترسره شوی دی.

طالبانو د يادې پوځي قرارګاه د نيولي ادعا کړې او ویاند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، د جګړې پر مهال پنځلس عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ځای کې پاتې دي او یو تن يې طالبانو ژوندی نيولی دی.

د احمدي په وينا، د جګړې په ترڅ کې پنځه ټانګونه، دوه رينجر موټر سوځول شوي او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

په مرکز قلات کې امنيتي سرچينې د غبرګې پر قرارګاه د طالبانو برید او پکې د  عسکرو وژل کيدل تاييدوي خو تر اوسه ولايتي مسؤولينو په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Exit mobile version