کابل ټکی کام

پاکستان؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بیا پیل ته خوشبین دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۸، دوشنبه)

پاکستان د امريکا او طالبانو د سولې مذاکراتو په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستي ټويټ ته غبرګون ښودلی وايي، د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه شي حل کېدای او بايد ټولې خواوې د سولې اړوند کارونه په حوصله مخته بوځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د امريکا او طالبانو د مذاکراتو بيا ځلې پيلولو ته خوشبينې ښودلې زياتوي چې ښکيلې غاړې دې د سولې بهير تعقيبولو ته ژمن پاتې شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان د سولې بهير کې په ښه نيت او په ګډه هڅه کوي څو د سولې بهير ته لاره هواره شي او له ټولو خواوو يې غوښتي چې له حوصلې کار واخلي او اړوند کارونه پر مخ بوځي.

پاکستان یو ځل بيا ټينګار کړی چې د افغانستان شخړه د جګړې او پوځي لارو نه شي حل کېدای باید ټول اړخونه روان سياسي بهير تعقيب او د سولې لپاره ګډ کار وکړي.

خبرپاڼه زياتوي، پاکستان د سولې بهير د بيا پيلولو لپاره د رغنده ګډون هڅې کوي.

امريکا له طالبانو سره د تير یوه کال راهيسې په افغانستان کې د جګړې ختمولو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ايستلو په اړه خبرې روانې کړې وې چې نهايي فيصلې ته نږدې شوې وې، خو پرون ټرمپ په کابل کې په یوه سرتيري بريد کې د امريکايي عسکرو د وژنې په غبرګون کې یادې خبرې لغوه کړې.

د کابل بريد د طالبانو له خوا ترسره شوی و چې په وينا يې، دوولس بهرني پوځيان پکې ووژل شول.

طالبانو تيره ورځ د ټرمپ د وروستي ټويټ په غبرګون کې وويل، چې د ټرمپ ټويټونو د امريکا حيثيت زيانمن کړ، تر ټولو زيات زيان به يې هم امريکا وګالي.

Exit mobile version