کابل ټکی کام

تخار: طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ ونيوله او پر ینګي قلعه يې جګړه پيل کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۸، دوشنبه)

د راپورونو له مخې، طالبانو نن سهار د تخار ولايت په خواجه غار او ینګي قلعه ولسواليو بريدونه کړي چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده او لا هم جګړه روانه ده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټویټرپاڼه ليکلي، د خواجه غار ولسوالۍ له ټولو تأسيساتو سره د طالبانو لاسته لويدلې او ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي زياتوي، په زياته اندازه وسلې او مهمات هم طالبانو نيولي دي: ” د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ مرکز له ټولو ملحقاتو سره په بشپړه توګه فتحه شو. ګڼ عسکر او پولیس وژل شوي او ټپیان دي، ډیره وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي”.

دغه راز په ینګي قلعه ولسوالۍ هم د طالبانو د پراخو بريدونو راپورونه ورکول شوي  چې ويل کيږي لا هم په امنيه قومندانۍ جګړه روانه ده.

طالبانو پر ياده ولسوالۍ هم د بريد پخلی کړی او وياند يې ښاغلي مجاهد ويلي، چې د ینګي قلعه ولسوالۍ ټولې دفاعي پوستې طالبانو نيولي، ګڼ عسکر او پوليس قتل او ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ طالبانو د کندز قلعه زال او د بغلان ګذرګاه نور ولسوالۍ هم سقوط کړې او ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

Exit mobile version