غورځنګ
نږدې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مختلفو بهانو له طالبانو سره په قطر کې مذاکرات توقف کړل او د څو ټويټونو په ترڅ کې يې وويل چې له طالبانو سره خبرې ځکه نه کوو چې په وروستیو کې طالبانو په يوه بريد کې د امریکا يو لوړپوړی دولتي پوځي وژلی او د ټرمپ په وينا د دغه پوځي وژل د دې باعث شول چې مذاکرات مې ودرول.
له دې سره په څنګ کې ټرمپ دا هم وويل چې پر طالبانو باندې پوځي فشارونه زيات کړي همداشان د امريکا ځينو لوړپوړو چارواکو هم دې ته ورته اعلانونه وکړل، چې ګواکې پر طالبانو به پوځي فشارونه تر دومره اندازې پورې زيات کړي تر څو چې دوی امريکا خوښې سولې او مذاکراتو ته غاړه کېنه ږدي.
که څه هم افغان دولت يا د کابل ادارې هم د ټرمپ د دغه ډول ټويټونو هرکلی وکړ خو ياده دې وي چې طالبانو بيا ټرمپ ته د زور ښودلو لپاره دا دی په شپږو ورځو کې د هېواد په لر او بر کې شپږ ولسوالۍ ونيولې چې دا په تېرو څو کلونو کې کمساري بريدونه دي چې طالبان يې په ولسواليو کوي او بيا يې نيسي، بل داچې طالبان ټرمپ ته دا ورفهموي چې افغانستان د زور د ازمايلو ځای نه دی يعنې دلته د زور ازمايشۍ فارمول غلط دی، دا د افغانانو خاوره ده او دلته به د افغانانو قانون چلېږي، بل قانون افغانان نه مني،
او نه هم افغانستان د زور تابع دی.
که ووايو چې کله چې اوس ټرمپ او افغان حکومت پر طالبانو باندې پوځي فشارونه تېزوي او واردوي يې نو دا تېر اتلس کاله څه وو؟؟ تېر اتلس کاله نه خو به زیات پوځي فشارونه وارد نه کړای شي.
طالبانو ته اوس د امریکې او ناټو زور معلوم دی دا هغه اول کلونه نه دي چې اوازې به خپرې وې چې امریکا په ځمکه کې دننه په څو مترۍ کې د ستنې سپم هم وينې نو په ځمکه به طالب څنګه ورڅخه خلاص شي؟؟
دا دی تقريباً اتلس کاله طالب په يوازې سر او ځان له ټولې کفري نړۍ سره ډغرې ووهلې چې اخر يې په ګونډو کړه او د خبرو مېز ته يې حاضره کړه، اوس چې ټرمپ بيا يو څه نخرې را اخيستې دي نو که نور دغسې څو کارنده بريدونه پرې وشي، کېدای شي بېرته خبرو ته حاضر شي،
په پای کې بايد وواي چې که چېرته پر طالبانو پوځي فشارونو کار ورکولی نو دا اتلس کاله به يې ورکړی وو او هغه د چا خبره اوس به طالبانو نوم او نښان هم نه وو، خو دا ډېره زړه فارموله ده اوس له کاره لېدلې ده، امریکا دې اوس د نوې فارمولې په لټه کې شي.
