کابل ټکی کام

جیش النصر د سپاه پاسداران یوه بې پیلوټه الوتکه را ښکته کړې ده

کابل ټکی کام ۰۳سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
جیش النصر ډلې خبر ور کړی دی چې دوه ورځې وړاندې د دوی جنګیالیو د جالق په سیمه کې د سپاه پاسداران یوه بې پیلوټه الوتکه ښکته کړې ده.
دوی رسنیو ته د راښکته کړې الوتکې ویډیو هم استولې ده، او پر ټوېټر پاڼه یې د یوه تصویر تر څنګ په عربي ژبه لیکي چې « د الله په فضل د جیش النصر مجاهدینو یوه بې پیلوټه الوتکه ښکته کړه.»
ملا مجید بلوچ رسنیو ته د یاد برید په اړه ویلي چې دغه برید د اېران هغه ادعاء رسوا کوي چې ویلي یې وو «د عبدالرووف ریګي تر وژل کېدو وروسته دغه ډله له منځه تللې ده.».
ده وویل تر هغو به مبارزه کوي تر څو یې چې د خپل قوم مذهبي او ملي حقوق ترلاسه نکړي.
د یادولو ده چې نوموړې ډله د اېران په سیستان او بلوچستان کې د اېران دولت په خلاف وسلواله مبارزه کوي.

Exit mobile version