کابل ټکی کام

پښتو ګرامر / لومړی درس!

راټولوونکی: امين وردګ

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين ، والصلة ، و السلام على اشرف المرسلين ، و على آله و اصحابه اجمعين.

د الفبا توري : ا،ب،پ،ت،ټ،ث،ج،ح،خ،چ،څ،ځ،د،ذ،ډ،ر،ز،ژ،ږ،ړ،س،ش،ښ،ص،ض،ط،ظ،ع،غ،ف،ق،ک،ګ،ل،م،ن،ڼ،و،ٶ،ه،ء،ى،ي،ۍ،ې،ئ.

پښتو ژبه ټول (30) توري لري ؛ چې په لاندې شکل سره دي : ا،ب،پ،ت،ټ،ج،چ،څ،ځ،خ،د،ډ،ر،ړ،ز،ژ،ږ،س،ش،ښ،غ،ک،ګ،ل،م،ن،ڼ،و،ه،ى.

په پاسنيو 30 توريو کې 4 غږ لرونکي يا کومکي توري دي : لکه (ا،و،ه،ى) او په پاتې 26 توريو کې 8 خاص د پښتو ژبې توري دي ، په عربي او فارسي کې بلکل نشته لکه :(ټ،ډ،ړ،ږ،څ،ځ،ښ،ڼ).

په پښتو ژبه کې 10 توري د مستعار په توګه له عربي څخه استفاده کيږى لکه :(ث،ح،ذ،ص،ض،ط،ظ،ع،ف،ق )

دا توري په پښتو لغاتونو کې نه تر سترګو کيږي ، که چېرې په کوم لغت کې را هم شي نو هغه لغت به پښتو نه وي.

نور بیا دا لړۍ دوام لري ان شاءالله…

Exit mobile version