راپورتاژ: عبدالرحمن
د راپورونو له مخې، د هیواد په لويديځ کې د يوولس ولسواليو ولسوالان د طالبانو د بريدونو له ويرې خپلو دندو ته نه شي تللی او د ولسواليو په زياتره سیمو يې طالبان کنترول لري.
په وروستیو درې کلونو کې د فراه، بادغيس، غور او ځينو نورو لويديځو ولايتونو کې د طالبانو بريدونه زيات شوي چې ورسره د حکومت د حاکمیت سیمې تر ورستۍ کچې کمې شوي او د ولايتونو په ډيرو برخو يې طالبان واکمن دي.
په اولسي جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن وايي، د دغه ولايت په بکواه، پشت کوه، شيب کوه قلعه، خاک سفيد او بالابلوک ولسوالۍ د طالبانو د بريدونو له ډاره د فراه مرکز ته رانقل شوي دي.
د اغلې بلقیس په وینا، د افسوس ځای دی چې حکومت شپږ ولسوالان نه دي توانيدلي چې خپلې دندې اشغال کړي او د طالبانو ګواښونو اړ کړي چې ولسواليو ته ورنه شي.
د فراه د ولايتي شورا معاون شاه محمود نعيمي وايي، ولسوالان خپل ډير وخت د والي په ملمستون کې د خپلو معاشونو په انتظار تيروي.
د فراه د والي معاون مسعود بختور هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې څو ولسوالۍ غير فعالې دي.
له بله پلوه د غور والي ناصر خاضع وايي، حکومت په پلان کې لرل چې د مرکز فيروزکوه په ۶۰ کيلومترۍ کې یوه نوې ولسوالۍ رامنځته کړي خو د امنیتي ګواښونو له کبله تر اوسه نه یو توانیدلي.
دغه راز د غور ولايتي شورا وايي، د پسابند، چهارسدې او یو شمير نورو ولسواليو لارې هم د دولتي ځواکونو او منسوبینو پرمخ تړل شوي، زياتره سیمې يې د طالبانو تر حاکمیت لاندې او یوازې په چورلکو کې د ولسواليو مرکزونو ته اکمال کيږي.
د غور د والي به خبره، ولسواليو ته لارې طالبانو تړلي، ولسوالان ډير وخت په فيروزکوه کې تيروي او لږ وخت لپاره په چورلکو کې لوسواليو ته وړل کیږي.
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي، له تيرو دوو نيم کلونو راهيسې د پشت کوه او زيرکوه ولسواليو ودانۍ نه دي جوړې شوي او ولسوالان يې خپل کارونه د هرات ښار کې ترسره کوي.
د هرات ولايتي شورا وايي، زيرکوه او پشت کوه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو تر حاکميت لاندې دي او د ولايتي شورا د معاون توريالي طاهري په خبره “د پشت کوه او زير کوه ولسواليو یوازې نومونه دي، نه ودانۍ لري نه امکانات او مرکزونه يې هم د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي”.
له بلې خوا د بادغيس چارواکي وايي، یوازې د ملي اردو له یوه کنډک پرته د بالامرغاب ټوله ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې ده. د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بیګ وايي، له شپږو مياشتو راهيسې حکومت وعدې کوي خو عملي کولی نه شي.
په یادو ولايتونو کې خلک او خبري سرچینې وايي، هغه سیمې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دي خلک له طالبانو ځکه خوښ دي چې پر وخت يې مشکلاتو ته رسيدګي کوي او دوسيې يې هم پر وخت خلاصوي.
یوازې د هیواد لويديځ نه دی چې ډیری ولسوالۍ يې طالبان کنترولوي . د شنونکو په باور د طالبانو الفتح عملیاتو راهيسې طالبانو له دولتي ځواکونو لسګونه ولسوالۍ، پوځي مرکزونه او سلګونه پوستې نيولي چې ورسره يې د واک ساحې تر پخوا څو چنده زياتې شوي دي.
