کابل ټکی کام

کندهار: د طالبانو بریدونو او چاودنو کې نوولس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۴، شنبه)

طالبانو د کندهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې پر پوليسو چاودنې او بریدونه کړي چې نوولس عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، طالبانو تيره شبه د معروف ولسوالۍ پر انتقالي مرکز برید کړی چې شاوخوا لسو پوليسو ته پکې مرګ زوبله اوښتې ده.

طالب وياندقاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه د ياد بريد پخلی کړی زياتوي د بريد په ترڅ کې يوولس عسکر وژل شوي، يوه پوسته لس ميله وسلې، دوه د شپې دوربینونه او په زیاته اندازه مهمات د طالبانو لاسته لويدلي دي.

له بله پلوه ځايی خبريال صادق افغان په خپله فسبوک پاڼه خبر ورکړی چې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ مربوط پر شفا پوسته برید کې درې پوليس وژل شوي دوه ټپيان دي.

نوموړی دغه راز وايي، کله چې د پنجوايي ولسوالۍ د سرحدي پوستې پوليسو غوښتل چې مرستې ته ورشي نو په لاره کې پرې چاودنه شوې، د ګلالي په نوم قوماندان له دوو نورو پوليسو سره يوځای وژل شوی دی.

طالبانو د روان ميلادي کال په جولای مياشت کې د معروف ولسوالۍ مرکز له دولتي ځواکونو ونيو خو هغوی له بل ځای ته انتقال کړ چې هلته يې هم د بريدونو په ترڅ کې لسګونه شاوخوا پنځوس عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

Exit mobile version