(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۴، شنبه)
د اولسي جرګې غړي وايي، چې یو سیمه ييز حکومت پلوه قوماندان په میدان وردګو ولايت کې د خلکو په وژنو، تښتونو او ځورونو کې لاس لري.
دغه قوماندان چې علي پور نوميږي د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې شاوخوا شپږ سوه غير مسؤوله وسله وال لري چې خلک او د اولسي جرګې غړي يې له فعالیت شکايت کوي.
د جرګې غړی عبيدالله کليمزي د ننۍ غونډې په امتيازي ساعت کې وويل، قوماندان علي پوري شپږ سوه غير مسؤوله وسله وال لري او د خلکو په وژنه او ځورنه يې لاس پور کړی دی.
د کليمزي په خبره، علي پور شخصي زندانونه جوړ کړي، له خلکو باج ټولوي او ډيری عام خلک يې وژلي او ځورولي دي.
نوموړی زیاتوي، په وروستیو کې یو کس چې غوښتل يې له باميانو څخه میدان وردګو ته ولاړ شي، د قوماندان علي پور وسله وال نیولی، څلور ميليونه افغانۍ يې ترې اخيستي له زنداني کولو وروسته يې وژلی دی.
تر دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي چې قوماندان علي او وسله وال يې د خلکو په وژنو، ځورونو او تښتونو کې ښکيل بلل شوی دی.
نوموړی قوماندان څه موده مخکې دولتي ځواکونو نيولی و خو د ولسمشر د دویم مرستيال سرور دانش په امر له زندانه خوشې او یو ځل بيا يې د خلکو پر ځورونو لاس پورې کړی.
