کابل ټکی کام

کندهار: د انځرو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه زياتوالی راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۶، دوشنبه)

د کندهار د کرنې او مالدارۍ مسؤولين وايي، چې د تير کال په پرتله سږ کال د انځرو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د کرنې او مالدارۍ د رئيس حفيظ الله سعيدي په وینا، د کندهار انځر ډير مشهور دي او په وروستيو کې يې په نړيوال بازار کې ځانګړی مقام خپل کړی چې خلک يې ډير خوښوي.

نوموړی زياتوي، سږ کال تر دې دمه د انځرو له صادراتو څخه ۹۰ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوی دی.

Exit mobile version