کابل ټکی کام

پروان: پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

بګرام

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۶، دوشنبه)

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ترټولو ستر پوځي مرکز توغنديز برید شوی چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.

هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو استوګن ځایونو ته څېرمه لګېدلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه بريد تيره شپه د طالبانو له خوا شوی زياتوي ” تيره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید وشو. اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي”.

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان يوې امنيتي سرچينې دغه برید تاييد کړی دی.

طالبان وخت ناوخت د بګرام پوځي هوايي ډګر په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان ډير کله د خپلې پاليسۍ له مخې اوښتي تلفات نه رسنيز کوي.

Exit mobile version