په یوه تازه څېړنه کې ثابته شوي که څوک مسلسل د مستو خوراک کوي نو د سږو د سرطان خطره پکې کمیږي که چېرې فایبر لرونکې غذاوې ورسره اضافه کړي نو دا نور هم د سرطان خطره کموي.
دغه څېړنه زیاتوي که څوک د ورځې یو پیاله مستې وخوري نو د سرطان خطره په نوموړی شخص کې ۳۰ فیصده کمیږي، ددې اصلي علت چې د سرطان مخنوئ کوي هغه ګټه لروونکې بکتریاوې (پروبایټکس) دي چې په مستو کې کې په زیات تعداد شتون لري.
دا څېړنه په ټیننسي کې واقع د وینډربلټ پوهنتون ساینسپوهانو کړي هغوئ زیاتوي چې په مستو کې نور مفیده منرالونه او ویټامنونه هم شتون لري چې تر څنګ يې ګټه رسونکې بکتریاوې هم شته بل په مستو کې داسې مواد شتون لري چې ټایپ ټو شکرې ناروغۍ کې هم کموالی راولي.
دغه څېړنه په ۱۴ لکو کسانو تر سره شوي په دغو کسانو کې چې ځینو ته ماسته او فایبر لرونکي غذا ورکول کیده دهغو کسانو تر منځ د سږو د سرطان ناروغۍ راپور هم وخت پر وخت لیکل کیده دغه تفصیلي راپور زیاتوي هغه کسانو چې مستې خوړلې په هغو کې ۳۰ فیصده د سږو سرطان خطره کمه وه.
