کابل ټکی کام

د ۹۵ سلنه شریفو خلکو برخلیک د ۵ سلنه شریرو په لاس کې!!

ليکوال: ډاکټر یوسف اکبري

په چین کې د سولې خبرو له پاره چې کومه غونډه ټاکل شوې وه نن دوشنبه پېل شوې.
وای د مسکو د څو ورځې وړاندې غونډې د ګډونوالو په غوښتنه تر نامعلومې مودې پورې وځنډول شوه، چې لامل یې تر اوسه پورې روښانه نه دي.
ټول هغه افغانان چې هېواد خپل کور بولي، هېواد د معاملې ابزار او د پلور وړ نه بولي، له جنګي اقتصاد سره تړلي نه دي، د نړۍ د نورو ولسونو په څېر د خپلوانک مستقل او مهذب او ابرومن ژوندانه ارمان ورسره دی سوله یې په هېواد کې تر ټولو ستر ارمان دی او د دغسې افغانانو کچه تر ۹۵ سلنو هم زیاته ده. معنا دا چې د هېواد په سلو کې ۹۵ تنه د روانو بدمرغو جګړو او وژنو پر خلاف او د تلپاتې سولې ارمانجن دي؛ خو همدغه پينځه سلنه، د پردیو غلامان، پردیو راوستي، پردي پالونکي، د پردیو په پیسو او وسلو روږدي شریر جګړه مار، د هېواد پر ارزښتونو او ملي حاکمیت معامله ګر زموږ د ولس پر برخلیک مسلط دي.
اوس پوښتنه دا مطرح کېږي چې ولې زموږ پر پینځه نوي سلنه شریفو خلکو د پینځه سلنه شریرو خلکو اراده حاکمه ده؟ ولې د سولې هر حرکت پروژه یي بڼه خپلوي چې د همدغه پینځه سلنه شریرو ګرو په لاس کې وي او یا ښه پیل شي؛ خو په نیمه لاره کې د شریرو په لاس په بله واوړي؟
ځواب دادی چې زموږ پر ولس تپل شوې جګړه د نړۍ خور نړیوال ښکیلاک جګړه ده، دا د هغوی د ګټو جګړه ده چې زموږ همدغه پینځه سلنه شریر پکې د ګومارل شویو اجیرانو رول لري.
په جګړه او سوله کې د دوی رول دومره دی چې د بادارانو له اجنډا سره سم ګام واخلي، دوی نه د جګړې په دوام کې رول لري او نه د سولې په را وستلو کې؛ ځکه چې دا سلنه اجیر کرکټرونه دی او بس.
واقعیت دا دی چې که د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې له سره پیل شي، که فرضا له دې حکومت یا ۵سلنه شریرو سره هم خبرې پیل شي تر څو افغان ولس په دې جګړه او سوله کې، یا په بله وینا د خپل برخلیک په باب د خپل واک او خپلې ارادې خاوند نه شي، د خبرو دغه بهیر به هم یوه پوچه ډرامه ثابت شي، افغان ولس به نور هم نهیلی شي.
دغه تېر انتخابات هم همدغو شریرو لږکیو د خپلو بادارانو په لاس او خپلو کړو وړو سره د هغه واک پردیو ته سپارلی دی.
چې تر څو پورې داسې یو محور جوړ نه شي چې په ریښتینې معنا هېواد شموله ملاتړ ولري، او د تېرو ۴۰ کلونو فاسدې او په پردیو پورې تړلې شریرې څېرې پکې څنډې ته او د ولس ریښتینې غمخوار پکې د خیل نه وي. ستونزمنه ده چې افغانان دې د خپل برخلیک واک او مالکیت ترلاسه کړای شي.
دا مو د څو زره کلن لرغونتیا له پاره ستر شرم دی چې برخلیک مو د یوه یا څو پردیو لیونیانو په یوه هو او یا نه پورې غوټه وي.

Exit mobile version