(پنځم درس)
لیکونکی او راټولوونکی: امین وردګ
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العالمين ، والصلة ، و السلام على محمدٍ ، و على آله و اصحابه اجمعين.
اسم (نوم) Noun):
اسم (نوم) د جوړښت له پلوه په دوه قسمه دی :
اسم مرکب (تړلى نوم)
اسم مفرد (يوازې نوم)
اسم مرکب :
عبارت له هغه اسم څخه دی چې له دوو ، يا له دوو نه د ډېرو کلمو څخه جوړ وي : لکه غازي محمد جان خان وردګ ، احمد شاه بابا ، سلطان محمود غزنوى ، ملا محمد عمر مجاهد او …¡
اسم مجرد :
عبارت له هغه اسم څخه دی چې له يوې کلمې څخه جوړ وي لکه : غر ، لمر ، عشق ، رود ، لر ، بر او …¡
