(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۷، چهارشنبه)
د راپورونو له مخې، د امريکا په مونتا نای ايالت کې د وسله وال بريد له کبله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوليس وايي، یوه بريدګر پر عامو خلکو ډزې وکړې او خپله يې د تيښت هڅه کوله چې پوليس پر وخت د پیښې ځای ته ورسېدل او نوموړی يې پر ډزو وواژه.
تر اوسه د بريد اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو پوليس وايي، د دغه بريد په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
په امريکا کې په وروستيو کې ورته ډول بريدونه زيات شوي چې له کبله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او عام امريکايان يې اندېښمن کړي دي.
