کابل ټکی کام

یمن: عدن کې زورورې چاودنې د یو لوړ پوړي چارواکي په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د یمن د عدن ولایت “لحج” ښار کې یوې زورورې چاودنې د یاد ښار د امنیت د مدیر ډګر جنرال “صالح السید” په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

العربیه تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې دا چاودنه نن سهار مهال هغه مهال شوې کله چې د دی لوړ پوړي یمني چارواکي د موټرو کاروان له سیمې د تېریدو په حال کې و.

د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې ډګر جنرال صالح السید ټپي شوی دی خو ۱۲ ساتوونکي یې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

باید وویل شي چې تر اوسه د یاد برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې په یمني چارواکو د ورته بریدونو مسؤلیت په عربي ټاپو وزمه کې القاعدې سره تړلې وسلوالې ډلې منلی و.

Exit mobile version