کابل ټکی کام

ولور د شریعت او افغانیت په عدالت کې

ولور د شریعت او افغانیت په عدالت کې

مولانا احمـدعلی محمد

ولــــــــــور او مَهــــــــــر کې فرق……؟
زموږ په اسلامي جامعه کې ډیر بدترین رواجونه عام دي، چې نه یواځي عام خلق په دې کې اخته دي بلکې ډیری دینداره او نیکان خلک هم د دې رواجونو ښکار دي، بلکې که داسې ووایو، نو غلطه به نه وي چې دا رسمونه رواجونه په ډیر فخر سره کوي او د جواز لارې چارې ورته لټوي.په دغو بدرنګه رواجونو کې یې یو هم ولــــــور دی چې حرام دی.
آیا ولور زموږ په جامعه کې ‌مَهـــــــــــــــر ته ویل کیږي…؟
راځۍ چې ځان پرې پوه کړو چې ولور څه ته وايي او د مهــــــــر سره یې فرق څه دی…؟

د مَـــــــهــــر تعریف او مقصـــــد…

فقهاؤ کرامو د مهر تعریف داسې کړی دی:
“اسم للمال الذي يجب في عقد النكاح على الزوج في مقابلة البضع إما بالنسبة أو بالعقد” (ردالمحتار ۱۰۱/۳)

“مهـــــــر د هاغه مال نوم دی کوم چې د نکاح د معاملې له امله پر خاوند د ښځې د ملکِ بضع په مقابله کې واجب کیږي که مقرر یې کړي او یا یې مقرر نه کړي.“

او بعضې حضراتو یې دا تعریف کړی دی:
“اسم لما تستحقه المرأة بعقد النكاح أو الوطء ” (الشامیۃ ۱۰۱/۳)
“مهـــــــر د هاغه مال نوم دی چې ښځه یې د نکاح یا د همبسترۍ له وجې مستحقه وي“

دا خو د مهـــــر تعریف او مقصد شو، چې داسې مال چې د همبسترئ یا د نکاح په بدل کې ورکړل شي..دا کومه تحفه نه ده بلکه دا د ښځې حق دی، چې هغه یې مطالبه کولی شي..او ولــــور چې د مـــــهر بلکل خلاف دی، هغه د جینۍ پلار او ورونه خوري او په ډیره سپین سترګۍ یې هړپ کوي..ظلم بالایې ظلم دا چې د ځان لپاره یې داسې مصرف کوي، لکه چې ده په کاروبار کې ګټلي دي او یا یي د پلار څخه ورته میراث کې پاته وي..ولور فقهاوو حرام بلکه شدید حرام بللی دی بلکې فقهاوو ورته رشوت او د لُور خرڅول ویلي دي، چې په دواړو صورتونو کې حرام دي.

{۱} قال العلامۃ الحصکفی: اخذ المرأۃ شیئا عند التسلیم فللزوج ان یستردہ لانہ رشوۃ، وقال ابن عابدین: ای بان ابی ان یسلمہا اخوہا او نحوہ حتی ےأخذ شیئا وکذا لو ابی ان یزوجہا فللزوج الاسترداد قائما او ہالکا لانہ رشوۃ۔ (الدرالمختار مع ردالمحتار ۲:۳۹۷ قبیل مطلب فی دعوی الاب ان الجہاز عاریۃ).
لهذا مفتي فرید رحمه الله د یو سوال په ځواب کې لیکي، چې د نجلۍ دا پلار فاسق او حرام خور دی او ناکح(خاوند) یې دا حق لري چې دا رقم ور څخه واخلي.

کما فی شرح التنویر: اخذ اہل المرأۃ شیئا عند التسلیم فللزوج ان یستردہ لانہ رشوۃ، وفی ردالمحتار ۲:۵۰۳ قولہ عند التسلیم ابی بان ابی ان یسلمہا اخوہا او نحوہ وکذا لو ابی ان یزوجہا فللزوج الاستردار قائما او ہالگاً{۱}۔

بلکې د دې څخه هم یو قدم ور هاغه خوا لیکي، چې دا ولور حرام هم دی، چې رشوت دی بلکې دا د یوې آزادې ښځې خرڅول دي..او آزاد انسان خرڅول هم حرام دي..
لانہ رشوۃ او ثمن الحر و کلاہما محرمان۔

د بعضې خلکو دا ګيله هم ختمه شوه، چې موږ مهـــــر ته ولور وایو؛ ځکه چې په مهـــر کې د نجلۍ خپل خپلوان د هغې د اجازت او رضا نه بغیر د تصرف هیڅ حق نه لري.

“ترض ان جری التعارف بذلک جاز لہ والا فلا ولو بکراً، (ردالمحتار ۳:۱۶۱”.
الله حاضر وناظر وګڼۍ او د خپل ضمیر څخه مو پوښتنه وکړۍ، چې آیا د ولور په خوړلو کې د نجلۍ څخه پوښتنه کیږي، بلکې کومه جینۍ چې څه ووایي، نو کور والا ورته سپین سترګې او د بې حیاء لقبونه ورکوي.

د ولــــــــــــــــــــور نقصانونه……؟
همدغه د ولور وجه ده، چې زموږ ډیری ځوانان او ځوانانې بې واده پاتې دي بلکې دغه سر خوړلي ولور ډیری ځوانان یا خو له وطن څخه ورک کړل او یا یې پر سین لاهو کړل. هغه پلاران او مشران دې دا خبره په ډیر غور سره واوري ، چې په کور کې یې ځوانان هلکان یا جینکئ ساتلې دي دغو پلارانو ته د الله نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي

((عن ابن عباس قال قال رسول اللّٰہ صلی اللہ علیہ و سلم من ولدلہ ولدا فلیحسن سمہ و ادبہ‘ فاذا بلغ فلیزوجہ فان بلغ ولم یزوجہ فاصاب اثما فانما اثمہ علی ابیہ)) (مشکوٰۃ)

“یعنې نبي علیه الصلواة وسلام وفرمایل، چې د چا اولاد (هلک يا نجلۍ) وي هغه ته په کار دي، چې ښه نوم یې کیدې، د هغه تعلیم او تربیت وکړي او چې کله بالغ شي، نو نکاح دې ورته وکړي، که د بالغېدو نه وروسته یې ورته نکاح ونکړه او کومې ګناه کې اخته شول نو ګناه به یې په پلار وي””
په یو بل روایت کې راځي:
” ((عن عمر ابن الخطاب عن رسول اللّٰہ صلی اللہ علیہ و سلم قال فی التوراۃ مکتوب من بلغت ابنتہ اثنتی عشرہ سنۃ ولم یزوجھا فاصابت اثما فاثم ذلک علیہ رواھما البیہقی فی شعب الایمان))

’’یعنې حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې تورات کې لیکل شوي: د چا لور چې د دولسو کلونو شوه او نکاح یې ورته ونکړه او هغه په کومې ګناه کې اخته شوه، نو د هغې ګناه به یې په پلار وي““

دغه وجه ده چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضرت علی کرم الله وجه ته فرمايي:((ان النبی صلی اللہ علیہ و سلم قال یا علی ثلاث لا توخرھا الصلوۃ اذا اتت‘ و الجنازۃ اذا حضرت الایم اذا و جدت لھا کفوا)) (رواہ الترمذی)

’’یعنې حضور صلی اللہ علیہ و سلم اوفرمایل ای علي دری شیانو کی تاخیر مه کوه(یعنی دری کارونه ځر تر ځره کوه)،یو مونځ کی کله یی چی وخت شي،دوهم جنازه کله چی تیاره شي،دریم د بالغ هلک او جینئ په واده کی چی جوړه یی ملاوا شي”

دوستانو په خپل زړه باندی لاسونه کیدای او دا اووایئ چی آیا زموږ په جامعه کی د خوږ پیغمبر ص دا احکامات څوک مراعات کوي آیا د محشر په ورځ به خوږ پیغمبر سره نه مخکیږو خپل ځوابونه باید موږ اوس لا پیدا کړو.

زموږ ظالمه جامعه د دی پر ځای چی لور ته په خپلو ځمکو کی د هغوی حق ورکړي برعکس هغوی خرڅوي او روپۍ پری اخلي او دا تمه هم ساتي چی دغه لور به بیا ده ظالم تاجر ته پلار جان او ورور جان هم وایی ای ظالمه آیا تا نه هیر شول چی همدغه لور وه چی ستا په غم غمجنه وه همدغه خور وه چی ستا په درد به یی تا نه مخکی ژړل آیا تا نه ستا خاپوړی هیری شوی چی تا او ستا خور به یو ځای کولی تا نه هیر شول چی هر چا سره به یی ستا په سر جنګونه کول تا نه هیر شول چی د خپلی خُلی مړئ به یی ستا خُلی ته اچوله..داسی یو دم په تا څه وشول چی تا دا هر څه هیر کړل….؟
ای تاجره پلاره آیا دا ستا لور نه ده..؟ آیا دا په تا باندی کوم حق نه لري..؟آیا د یوي مزدوری په شان یی ستا خدمت نه دی کړئ…؟
د الله د قهر او غضب څخه وه بیریږه دا لور مه خرڅوه د قیامت د سختی ورځی نه وه ډار شه دا لور کوم نا اهله ته د پیسو په بدل مه ورکوه…
خلاصه دا چی مهر په خاوند باندی د ښځی واجب ده او حق یی ده او ولور د هغی قیمت ده لور خور مه خرڅوئ او ښځو ته د هغوی حق ورکړئ..
یو عقلي دلیل…
اول معذرت غواړم او مجبوره یم چی دا دلیل د پوهه ولو لپاره ولیکم…معذرت…افغانان ځان ته ډیر غیرت مند قوم وایي او دي هم خو د لور خرڅول بیغیرتي ده که څوک تا ته داسی او وایی چی لور فروش یا خور فروش نو یقیناً دا کس به ژوندۍ پری نه دی خو ولی په حقیقت کی د لور په سر ولور اخیستل همدغه معنا لري..
دوهم دا چی مهر جینئ ته د نکاح په بدله کی ورکول کیږي خو ولور یی پلار یا ورور خوري نو په کار ده چی نکاح هم د ولور خور سره وتړل شي چی حرامه ده..
یو التجاء یو سوال..
که هر چا په لور او خور باندی ولور اخیستۍ وي تر ټولو مخکی دی الله تعالی ته توبه اوباسي او بیا دی داسی نه کوي بیا دی د لور او خور څخه معافي اوغواړي که وس لري نو مهرباني دی وکړي ولور دی بیرته ورکړي او که وس یی نه وي لږ لږ دی ور کړي…والسلام…
آخره کی بیا هم بښنه غواړم…

حواله جاتِ مسائل:
، قال فی الشامیۃ لکن فی الہندیۃ لو قبض بمہر البالغۃ ضیعۃ فلم
{۱} (الدرالمختار مع ردالمحتار ۲:۳۹۷ قبیل مطلب فی دعوی الاب ان الجہاز عاریۃ)
{۲} (الدرالمختار علی ہامش ردالمحتار ۵:۳۰۰ فصل فی البیع کتاب الحظر والاباحۃ)
{۳} (فتاویٰ عالمگیریہ ۱:۳۰۸ الفصل الرابع فی الشروط فی المہر)
ترض ان جری التعارف بذلک جاز لہ والا فلا ولو بکراً، (ردالمحتار ۳:۱۶۱){۱۱} والتفصیل فی الہندیۃ ۱:۳۱۶{۲} والشامیۃ ۳:۱۱۳{۳}۔ واللہ اعلم.

Exit mobile version