کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په کاناډا کې د وسله وال بريد له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا برید د کاناډا په اونتاریو ولایت کې ترسره شوی دی.
امنيتي چارواکي وایي، چې دغه بریدگر په وان ښار کې د استوگنې په یوه ساختمان کې په خلکو ډزې کړي چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې بریدگر هم د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.
