حکیمانه فتوی
حامد افغان
د مصر مشهور عالم محمد الراوي رحمه الله نه یوې ښځي فتوی وغوښتله چې مېړه مې رانه غواړي د هغه د ناروغي مور خدمت وکړم، خو زه یې نه کوم، ایا شرعا پر ما د هغې خدمت لازم دی؟ شیخ محمد الراوي په لاندې توګه ځواب ورکړ.
ځواب: شرعا پر تا د هغه د مور خدمت لازم نه دی، بلکې دا د هغه وجیبه ده چې د خپلي مور خدمت پخپله وکړي او دی نه شي کولی تاسو د خپلي مور خدمت ته محبوره کړي.
شیخ زیاته کړه: خو ستا خاوند ته د دې ستونزي درې حل لارې ښیم:
لومړی حل: ستا مېړه دې خپله مور کور ته درولي، چې وکولی شي پخپله یې خدمت وکړي او داراز ستا او هغه زامن او لوڼه هم باید له خپل پلار سره په شریکه د خپلي انا خدمت وکړي، ځکه پر هغوی هم د خپلي انا خدمت واجب ده،
دویم حل:
که لومړی حل کارګر نه یي او خپله مور کورته نه شي راوستلی، نو دی دې د خپلي مور د خدمت لپاره د هغې کور ته ورځي، که چرته ضرورت و دی هلته له خپلي مور سره شپې ورځې هم کولی شي،
دریم حل: که دا حل هم کارګر نه یي، باید مېړه دې خپلي مور ته خدمتګاره ونیسي او په ده باندې د خدمتګاري معاش او نفقه لازمه ده، دی باید ستاسو نفقه راکمه کړي او هغوی ته مناسب لګښت برابر کړي، که چرته خپلي مور ته د ورتګ حالت کې پر ده شک او شبه کیدله، نو مشوره ورکوم چې له دې خادمي سره واده وکړي، چې د خلکو شکوک او شبهې له منځه ولاړې شي.
شیخ صاحب فتوی غوښتونکې مېرمني ته وویل: ته غوسه کیږه مه، په کوم شریعت کې چې ته د خپلي خواښې له خدمته ځان خلاصول غواړې؛ همدا شریعت ستا خاوند ته د دوو او څو ښځو کولو حق ورکړی دی، بناء ته پخپل کور کې مکرمه او معززه کېنه، ځکه د خواښې خدمت درباندې نشته !!
کله چې مفتي مفتي یي، هغه داسې حکیمانه فتوی صادروي!
