کابل ټکی کام

روسي ځواکونو د اوکراین تاریخي او هنري اثار غلاء کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د بشري حقونو د څار سازمان ادعا کړې چې روسي ځواکونو د اوکراین تاریخي او هنري اثار غلا کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ويلي، روسي ځواکونو د اوکراین پر خرسون ښار له اته میاشتنۍ ولکې وروسته د وتلو پر مهال د دوو موزیمونو، یوې کلیسا او د ملي آرشیف زرګونه تاریخي او هنري اثار لوټ کړي دي.

د هیومن رایټس واچ یوې مسوولې بلقیس ویلې Belkis Wille نن تور پورې کړ چې روسي ځواکونو د خرسون د اشغال په وروستیو ورځو کې له دې ځایونو څخه تاریخي انځورونه، سره زر، سپین زر، یوناني لرغوني اثار، مذهبي تصاویر او تاریخي توکي په لاریو کې بار کړل او هغو سیمو ته یې ولېږدول چې د روسیې تر ولکې لاندې دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان په وینا روسي سرتېرو د اوکراین په جنوب کې د لږ تر لږه پنځو فرهنګي موسسو هنري او تاریخي اثار لوټلي دي چې جنګي جنایت بلل کېږي.

تر اوسه روسي ځواکونو د بشري حقونو سازمان د يادې ادعا سپيناوی نه دی کړی.

Exit mobile version