کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د لوړو زده کړو وزارت ټولو امارتي او خصوصي مؤسسو او پوهنتونونو ته ليکلي، کې چې د کابينې د ۱۴۴۳ هجري قمري د ۲۸ ګڼې مصوبې د پريکړې پر اساس تاسې ټولو ته خبر درکول کېږي چې ياد حکم (د اناثو تحصيل تر امر ثاني پورې معطل دی) په سمدستي توګه عملي کړئ.
لوړو زده کړو وزارت ويلي، چې د ياد حکم تر عملي کولو وروسته دې ياد وزارت ته اطمینان ورکړل شي.
د لوړو زده کړو وزارت دغه حکم په سوشل ميډيا په ډيرې تيزۍ سره خپور شو چې ډیری هېوادوالو يې په اړه خواشينې څرګنده کړې ده.
د يادونې ده، چې د ا.ا.ا مسوولينو په بار بار ويلي چې د ښځينه محصلينو د تعليم لپاره په يوه تګلارې کار کوي؛ ترڅو ورته په اسلامي طريقه د تحصيل او تعليم تګلاره جوړه کړي.
