کابل ټکی کام

غزل/ جانان خدرخېل

غزل

جانان_خدرخېل

وطن د بلې بلا خولې ته درنه لاړ نشي

ستړی ولس چې بیا جګړې ته درنه لاړ نشي

 

په شریعت باندې طبیت درنه غالب نشي

د عقیدې خلک عُقدې ته درنه لاړ نشي

 

موږ یې منو چې نازولی دی خو خیال کوه

یار دې بې عقل دی کچې ته درنه لاړ نشي

 

د رڼا لوري ته ورتلل د هر چا خپل کار دی

ستا مسئولیت دی چې تیارې ته درنه لاړ نشي

 

که د نظام او قربانیو تحفظ غواړې

یاران دې تېرې زمانې ته درنه لاړ نشي

 

ګوره “جانان” دې ستا د مینې ګنهکار ښۀ دی

پام پرې کوه چرته توبې ته درنه لاړ نشي

Exit mobile version