کابل ټکی کام

په غزه کې د حماس د محکمې لخوا د اسراییلي رژیم درې تنه جاسوسان اعدام شول

(کابل ټکی کام چهارشنبه، ۳ جوزا ۱۴۰۲)

د فلسطین د مقاومتي سازمان حماس د کورنیو چارو وزارت په غزه کې اعلان کړی چې یوې پوځي محکمې یې د صهیونیسټ رژیم درې تنه جاسوسان اعدام کړي او یو بل یې په عمري بند محکوم کړی دی.

پورتنیو کسانو د صهیونیسټ رژیم استخباراتو ته د مقاومت د ځواکونو، د هغوی د ټیلیفوني شمیرو او د اوسیدو د ځایونو او همداشان د تونلونو او ارتباطي شبکو د موقعیت په اړه معلومات ورکړي و چې په نتیجه کې یې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري دغه ځایونه په نښه شول چې له امله یې لسګونه فلسطنیان شهیدان او ټپیان شوي وو.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل نه دی، چې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي محکمه په غزه کې اسرائيلي جاسوسان اعداموي بلکې تر دې وړاندې یې هم لسګونه جاسوسان په دار ځړولي او ګڼو نورو ته یې د عمر بند سزاګانې ورکړې دي.

Exit mobile version