کابل ټکی کام ۲۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي، چې تېره شپه د دوی جنګیالیو د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په چهار سري سیمه کې د دوو مهمو قومندانانو (داوود او بایک) په ګډون ۸ تنه عسکر وژلي، او ترې پاتې په زیاته پیمانه درنده او سپکه وسله یې هم نیولې ده.
مجاهد وايي، د دوی جنګیالیو ته له دې کبله هېڅ زیان نه دی اوښتی چې مقابل لوری یې مقابلې ته نه دی پرېښی.
د یادولو ده چې تېره ورځ هم د طالبانو له لوري په یاد ولایت کې ۸ تنه عسکر وژل شوي وو.
کندز کې طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون ۸ عسکر وژلي
