کابل ټکی کام

مجاهد: په پکتیکا کې د طالبانو او د ملا محمد رسول ډلې جګړه، درواغ ده

کابل ټکی کام ۲۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې ځینو رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې ګواکي د طالبانو او د ملا محمد رسول ډلې تر منځ د پکتیکا په ببرمل ولسوالۍ کې جګړه شوې، چې دواړو لوریو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ايران راډیو سره په مرکه کې یاد خبر درواغ وبللو، او ویې ویل چې دا مهال په دغه ولایت کې هېڅ کومه نښته نه دا رامنځته شوې.
مجاهد زیاته کړه چې دا څو ورځې وړاندې په یاد ولایت کې د دوی د جنګیالیو جګړه له یوه «باغي داعشي قومندان عبیدالله هنر» سره وه چې په پایله کې یې نوموړی د خپلو ګڼو ملګرو سره ووژل شو.
د یادولو ده، په پکتیکا کې د طالبانو او د یاد داعشي قومندان هنر تر منځ د جګړې پر مهال امریکایي الوتکو پر داعش نه، بلکې پر طالبانو هوايي برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې ۱۳ تنه طالبان ووژل شول، چې دا د کارپوهانو پر هغه خبره څرګند دلیل دی چې ویلي یې وو «داعش ډله د امریکا له لوري حمایه کیږي».

Exit mobile version