کابل ټکی کام

د وږي نهمه؛ د افغان تاريخ وياړلې ورځ!

د وږي نهمه؛ هغه ورځ چې د غربي ښکېلاک په وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنه مبارزه د بشپړې بريا پړاو ته ورسېده، په دغې ورځ وروستی اشغالګر زموږ د ګران هيواد له سپېڅلي حريم څخه وشړل شو، په دغې ورځ د افغان ملت د هغو ميليونونو شهيدانو ارمانونه پوره شول، چې د اسلامي نظام د نفاذ په لاره کې يې خپل ځانونه قربان کړي وو.
د وږي نهمه د افغان تاريخ وياړلې ورځ ده، دغه ورځ موجوده نسلونو ته د وياړ، ننګ او غيرت سمبول دی او راتلونکو نسلونو ته د مېړانې، قربانۍ او فداکارۍ درس ورکوي، راتلونکي نسلونه به، که د الله تعالی خوښه وي، د دې سترې مبارزې د اتلانو د قربانيو په برکت ازاد، سوکاله او هوسا ژوند ولري.
افغان تاريخ نورې هم ډېرې وياړلې ورځې لري، د بيلګې په ډول د اسد په ۲۸ مه نيټه د انګريزي امپراتوري د ماتې ورځ، د دلوې ۲۶مه نيټه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځ او د سنبلې ۹مه نيټه د افغان ملت له بې سارې او اوږدې مبارزې وروسته د امريکا په مشرۍ د ناټو ايتلاف د ماتې ورځ. دا د افغان ملت تاريخي روايت دی، چې څومره ځواکمن راغلي، له دې ځايه روغ نه دي وتلي.
دوه کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت واک ته ورسېد، اشغال پای ته ورسېد، بې واکه اداره له منځه ولاړه او پرځای يې ځواکمن اسلامي نظام حاکم شو. په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت په بيلابيلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، د بيلګې په ډول په اقتصادي برخه کې د صادراتو کچه د تېر په پرتله دوه چنده زياته شوې ده، د افغانۍ ارزښت نه يوازې ساتل شوی، بلکې زيات شوی هم دی. د ځينو سترو او بنسټيزو پروژو کارونه پيل شوي دي، په بازارونو کې د اړتيا وړ خوراکي او نورو توکو بيې ټيټې شوي دي.
په امنيتي برخه کې هم ډېر مثبت بدلون راغلی، افغان ملت له هغو بدبختيو خلاص شوی، چې هره ورځ به يې په اوسط ډول له ۳۰۰ ډېرو وګړو ته مرګ ژوبله اوښته، اوس زده کوونکي په بې غمه زړه ښوونځي، عبادت کوونکي جومات او سيلګر تفريحي ځايونو ته ځي. اوس مو ماشومان د شپې ډاډه خوب کوي او د بمبار او چاپې ويره ورسره نه وي.
د نشه يي توکو په وړاندې ډېره مؤثره مبارزه شوې او د اسلامي امارت د زعيم له فرمان وروسته په هيواد کې د نشه يي توکو د توليد او قاچاق سلنه نږدې صفر ته راښکته شوې. دغه راز د فساد په وړاندې هم په ډېر ښه ډول مبارزه شوې او اوس افغانستان د نشه يي توکو د توليد او قاچاق او دغه راز د فساد په برخه کې لومړی مقام نه لري، بلکې په امنيت او هوساينه کې د پرمختګ په حال کې دی.
که څه هم تر اوسه پورې اسلامي امارت د نړۍ هيڅ هيواد په رسميت نه دی پېژندلی، خو بيا هم له نړۍ سره د تعامل په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، د بيلګې په توګه په څه باندې پنځلسو هيوادونو کې د افغانستان سياسي استازولۍ د اسلامي امارت استازو ته سپارل شوي او په ډېرو نورو هيوادونو کې پخواني ډيپلوماټان د بهرنيو چارو وزارت سره په تماس او همکارۍ کې دي.
د نړيوالو او په ځانګړي ډول د امريکا له لوري پر سياسي او اقتصادي فشارونو سربېره اسلامي امارت دومره پرمختګونه لري، دا د خپلواکۍ او ازادۍ برکت دی، که د اسلامي امارت مشران خپلې هڅې يو څه نورې هم ګړندۍ او هماهنګې کړي، د لاسته راوړنو ګراف به نورهم لوړ شي. دغه راز د افغان ملت همکاري هم ډېره مهمه ده، ملت بايد په ټول توان له حکومت څخه ملاتړ وکړي، د قانون په نفاذ او د شريرو عناصرو په له منځه وړلو کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د ټولګټو پروژو په ساتنه کې خپل مسئوليت ادا کړي.

Exit mobile version