کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته چې تېره اوونۍ ارمنستان د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې اړوند د نویو پوستو او پوځي مرکزونو په جوړول پیل وکړ اذربایجان یې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی او د تېرې ورځې راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې له تېرې ورځې راهیسې اذربایجان په نګورنو قره باغ سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي چې په لومړي سر کې یې د ارمنستان لسګونه ټانکونه، توپخانې او د هوایي دفاع سیستمونه له منځه وړي دي.
د اذربایجان د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ خبر ورکړی، چې له تېرې ورځې راهیسې په تهاجمې عملیاتو کې ۴۰۰ ارمني پوځيان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” تېره شپه له خپل اذربایجاني سیال سره په تلیفوني خبرو کې په نګورنو قره باغ سیمه کې د ارمنستان وروستی پارونکی کړنې غندلي او نوموړي ته یې د هر ډول مرستې د ورکولو ژمنه کړې ده.
د ویلو ده چې نګورنو قره باغ سیمه په ۱۹۹۰م کال کې ارمنستان نیولې وه؛ خو په ۲۰۱۹م کال کې د ترکیې په ملاتړ د څو میاشتو سختو جګړو وروسته یوځل بیا اذربایجان ونیوله.
