کابل ټکی کام

حج او اوقافو وزارت، له خطيبانو او خلکو د غزې د مظلومانو د ملاتړ او د ظلم پر ضد د غږ پورته کولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په يوه تازه اعلامیه کې ويلي چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم له‌خوا پر ولس وحشيانه بريدونه، بمبارۍ، محاصره، لوږه او جنايت دوام لري، چې له امله يې ماشومان، ښځې او عام خلک د يوې سترې بشري فاجعې قرباني شوي دي. وزارت دا بريدونه د انساني ارزښتونو، وجدان، ايمان او بشريت خلاف عمل بللی دی.
اعلامیه زياتوي چې د غزې ښار له‌ منځه تللی، هر څه ويجاړ شوي او خلک له لوږې، تندې او درملو له سخت کمښت سره مخ دي. دا کړنې د صهيونيستي ظلم بيلګه ګڼل شوې او د نړۍ اسلامي او انساني وجدان ته يوه جدي پوښتنه راپورته کوي.
د حج او اوقافو وزارت له افغان ولس، علماوو، د جوماتونو امامانو، خطيبانو او اسلامي بنسټونو غوښتنه کړې، چې د جمعې په ورځ د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ لپاره ځانګړې دعاګانې، خطبې او پيغامونه خپاره کړي او د دوی پر وړاندې د روان ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.

Exit mobile version