کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دغه وزارت تر چتر لاندې، نږدې ۳۰ زره افغان حاجیانو سږني حج مناسک په بریالۍ او منظمه توګه پای ته ورسول.
د ياد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې وزیر شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب له حاجیانو سره د عرفات په میدان کې له نږدې کتلي، د خیمو وضعیت یې ارزلی او حاجیانو ته یې مهمې سپارښتنې کړي دي:«حاجیانو له عرفات وروسته په مزدلفه کې وقوف، لمونځونه، او نور مناسک ترسره او په لسمه د ذوالحجې، حاجیان د جمره عقبې د ویشتلو لپاره واستول شول، او د قربانۍ مناسک هم بشپړ شول».
د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت ويلي، چې د مشاعرو په ورځو کې ټول مناسک په امن، نظم او اطمینان سره ترسره شول.
ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وزارت د مؤثر مدیریت له برکته هېڅ مهمه ستونزه نده رامنځته شوې، او حاجیان بېرته خپلو هستوګنځایونو ته راستانه شوي دي.