کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د اوکراین هوايي ځواک وايي چې روسیې د یکشنبې په شپه د ۴۷۹ بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او ۲۰ توغندیو په وسیله د تېرو درو کلونو تر ټولو ستر برید ترسره کړ.
اوکراين وايي، چې دفاعي سیستم يې ۲۷۷ ډرونونه او ۱۹ توغندي راغورځولي، خو یو تن ټپي شوی دی. دا بریدونه د اوکراین په مرکز کيف او لویدیځو سیمو ترسره شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د هېواد امنیتي وضعیت “سخت” بللی او وایي چې د پدافند هوایي وسایلو او پوځی امکاناتو کمښت سره مخ دي او له لویدیځو هېوادونو څخه يې د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین ۴۹ ډرونونه یې په اوو مختلفو سیمو کې راغورځولي دي. همداراز، دوه ډرونونه د چوواشیا سیمې یوې فابریکې سره، چې د مسکو ۶۰۰ کیلومتره لیرې ده، لګېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روسیې او اوکراین تر منځ درې کلنه جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۲ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.