کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د راپورټنو له مخې، تېره شپه د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار پنځلسمې حوزې مربوط په قصبه سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه یووړ.
د الصمود مجلې او ځينو نورو رسنيو په خپلو رسمي اکس اکاونټونو ليکلي، چې په دې عملیاتو کې د داعش اړوند څلور وسله وال وژل شوي او یو مهم غړی یې ژوندی نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع هم دا عملیات تایید کړي دي او ویلي یې دي چې د امارت اسلامي ځانګړو ځواکونو د خوارجو ډلې (داعش) پر یوه مرکز برید کړی او دا مرکز یې له منځه وړی دی.
شنونکي وايي، دا ډله یوه استخباراتي او نیابتي پروژه ده، چې د بهرنيو حلقو له لوري تمویلېږي او موخه یې د اسلامي نظام بدنامول، د افغانستان امنیت ګډوډول، او د خلکو په زړونو کې وېره خپرول دي.