روسیه: د اسرائیلو بریدونه سیمه د اټومي جګړې خوا ته وړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا خبرداری ورکړی، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه ده او که دوام ومومي، سیمه به د پراخې اټومي جګړې لوري ته ولاړه شي.
په غونډه کې د چین استازي فوکانګ هم څرګنده کړه، چې اسرائیل له یوې بلې سرې کرښې اوښتی دی. نوموړي ټینګار وکړ، بیجینګ د تاوتریخوالي پراخېدو سره مخالف دی او د اسرائیلي اقداماتو د پایلو په اړه ژوره اندېښنه لري.
بلخوا د ایران استازي امیر سعید ایرواني د اسرائیلو بریدونه «وحشیانه او جنایتکارانه» بللي او ویلي یې دي، چې دا ډول قصدي او سیستماتیک وژنې نه یوازې غیرقانوني او غیرانساني دي، بلکې یو ښکاره تېری ګڼل کېږي.



