(کابل ټکی کام، شنبه، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴):
والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ترمپ د اسراییلو له لومړيوزیر بنیامین نتانیاهو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې له ایران سره د اټومي موضوع په اړه لا هم دیپلوماتیک توافق ته لومړیتوب ورکوي او نه غواړي چې امریکا بیا پر ایران بمبار وکړي.
د راپور له مخې، ترمپ نتانیاهو ته ویلي: “زه فکر نه کوم چې غواړم داسې اقدام ترسره کړم.”
خو والسټریټ ژورنال زیاتوي، چې نتانیاهو په دغه شخصي لیدنه کې ترمپ ته خبرداری ورکړی، که ایران بیا د اټومي وسلو د جوړولو هڅه وکړي، اسراییل به نور پوځي بریدونه ترسره کړي.
ترمپ همداراز ویلې، چې له تهران سره د هوکړې لپاره دیپلوماتیکه لاره غوره بولي، خو د اسراییلو له احتمالي پوځي برید سرهیې ښکاره مخالفت نهدی کړی.
یادې څرګندونې داسې مهال کېږي، چې سیمهیز وضعیت کړکېچن شوی او د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیوال اندېښنې بیا زیاتې شوې دي.


















