(کابل ټکی کام، شنبه، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴):
د خوست ولایت د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو په مرسته یو ۲۵ متره اوږد او ۴ متره سور استنادي پل جوړ کړی، چې د یوه نیم کال په موده کې بشپړ او رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ولایتي چارواکو په وینا، دا پل د سیمې د خلکو او ځوانانو په ګډو هڅو جوړ شوی، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی. دوی وایي چې له دې سره به د تګ راتګ ستونزې په ځانګړي ډول د ژمي له سیلابونو سره کمې شي.
سیمه ییزو اوسېدونکو د پل له جوړېدو خوښي ښودلې او وایي چې له حکومتي مرستو پرته یې د خپلو اړتیاوو پوره کولو ته مټې را بډ وهلي، څو بنسټیزې ستونزې یې هوارې شي.
















