کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۹ل)
طالبانو په یوه اعلامیه کې د خبرداري تر څنګ اندیښنه، ښودلې چې داعشي ملېشې د کابل ادارې د ملي امنیت په همکارۍ پر طالب زندانیانو د برید پلان لري.
اعلامیه کې راغلي، د استخباراتي معلوماتو په اساس یې مالومه کړې چې یاده ډله د څرخي پله زندان د توقیف په بلاک کې په هغو بندیانو باندې د برید اراده لري چې د دوی (طالبانو) اړوند دي.
دوی همدا راز ویلي چې د برید لپاره څرخي پله زندان ته ځانګړې وسلې او مهمات ننویستل شوې او نور لوازم هم په اختیار کې ورکړل شوي دي.
طالبانو په دې اړه جدي خبرداری ورکړی چې که په زندان کې د دوی اړوند هر بندي ته د چا لخوا زیان ورسید، مسئولیت به يې د کابل ادارې پر غاړه وي.
اعلامیه کې د جلال آباد په زندان برید، د کابل په پوهنتون وروستی برید، د کوثرپه تعليمي کورس ځای برید، په ځینو علماؤو، کارپوهانو، ژورنالستانو اوفعالانو بریدونه د ملي امنیت او داعش ډلې مشترکې دسیسې ګڼل شوي.
طالبانو همدا راز د خپلو بندیانو د ساتنې په اړه ژوره انديښنه څرګنده کړې، په دې اړه یې په ټولو مسئول او ذيدخله جهتونه غږ کړی چې باید متوجه و اوسي، او څوک پرېنږدي چې خپل شوم پلانونه تر سره کړي.