کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اروپايي ټولنې شارژدافیره ویرونیکا بوسکوویچ پوهار د خوست ولایت د سفر پر مهال د عامې روغتیا ریاست د لابراتوار څانګې سره د ۷ میلیونه ایرو مرسته وکړه.
نوموړې دا ژمنه هم وکړه، چې د روغتیايي خدماتو د لا پراختیا او پیاوړتیا په هدف به په نږدې راتلونکي کې همدومره نورې مرستې هم وکړي.
د خوست ولایت مقام له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې اغلې بوسکوویچ پوهار د یاد ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني سره د لیدنې پر مهال د روانو پروژو ارزونه، د ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د بشري مرستو د کیفیت لوړول د خپل سفر اصلي موخې وبللې.
یاده مرسته به د خوست په لابراتوار څانګه کې د طبي خدماتو د ښهوالي، تجهیزاتو د نوېدو او ظرفیت لوړونې برخو ته ځانګړې شي.


















