د اسرائيلو پخوانی لومړی وزير: د غزې جګړه د نتنياهو شخصي ګټو لپاره روانه ده، بايد محاکمه شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د اسرائيلو پخواني لومړي وزير ايهود اولمرت ويلي، چې په غزه کې روانه جګړه غير قانوني ده او د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د شخصي او سياسي ګټو لپاره پرمخ پر مخ وړل کېږي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د دغې جګړې له امله نه يوازې فلسطينيان وژل کېږي، بلکې د اسرائيلو پوځيان هم قرباني کېږي. اولمرت زياته کړه، نتنياهو بايد د خپلو ورځنيو جنايتونو له امله د قانون منګولو ته وسپارل شي او محاکمه شي.

اولمرت ويلي، چې په اسرائيلو کې هېڅ مسؤول چارواکی نشي ويلای، چې په غزه کې يې څه ډول عمليات روان دي.

هغه وويل، په غزه کې مو کافي خلک وژلي، کافي ويجاړۍ مو کړي، او هلته يو شمېر پېښې د جنګي جنايتونو په توګه يادېدای شي، بلکې تر هغه هم ډېرې خطرناکې دي.

د اسرائيلو پخواني لومړي وزير دا هم افشا کړه، چې قطر د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر مياشت کې اسرائيلو ته پيغام ورکړی و، چې حماس د ټولو يرغمل شويو بنديانو د تبادلې لپاره چمتو دی، خو د اسرائيلو اوسني حکومت دغه وړانديز په بشپړه توګه له پامه غورځولی، چې دا کار د سولې پر وړاندې ستر

خنډ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button