حماس: تر بشپړې آزادۍ به مقاومت ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سیاسي دفتر مرستیال مشر “خالد مشعل” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوی مقاومت یوازې د اوربند یا لنډمهاله تړونونو لپاره نه، بلکې د فلسطین د بشپړې آزادۍ لپاره دی. نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین د خلکو مبارزه د دوی مشروع او قانوني حق دی، ځکه چې د څو لسیزو راهیسې د اشغالګرو له لوري په بېرحمانه توګه تر بریدونو، وژنو او محاصرې لاندې دي.
مشعل ټینګار کړی، چې د دوی جګړه به تر هغه وخته دوام کوي څو د فلسطین ټولې ځمکې، په ځانګړي ډول قدس او مسجد اقصی، له صهیونیستي اشغال څخه خلاصې شوي نه وي. د دغه غورځنګ په خبره، د فلسطین د خلکو غوښتنه یوازې د ظلم پای ته رسول نه دي، بلکې د خپلواک دولت جوړول، د کډوالو بېرته ستنېدل، او د اشغالګر ریژیم د لوړ پوړو چارواکو محاکمه هم پکې شامل دي. خالد مشعل دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت ځواکونو او صهیونیستي ترهګرو پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښتې دوام لري او نږدې هره ورځ ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي.



