کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
نړۍ او افغانستان کې د کرونا دویمې څپې له خپرېدو وروسته د افغانستان روغتیا وزارت په ټول هیواد کې د ودونو هوټلونو د تړلو پرېکړه کړې.
عامې روغتیا وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې مخ په ډیریدو دي.
یاد وزارت ویلي، دوی د دې ویروس د بیا ځلې خپرېدو مخنیوي لپاره یو پلان ترتیب کړی او د پلي کېدو په حال کې دی.
دغه وزارت ویلي، د ودونو هوټلونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو تر ټولو لوی لاملونه دي؛ د لېندۍ میاشتې تر وروستیو به وتړل شي.
وزارت همدا راز پر ټولو هېوادوالو غږ کړی دی چې د ځان ساتنې لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.