کابل ټکی کام (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
افغانستان کې د بریتانیا سفارت په یوه تازه ټویټ کې د سولې له عالي شورا غوښتي چې ژر تر ژره باید خپل تشکیلات تکمیل، او بیا اعلان کړي.
بریتانیا همدا راز ویلي چې یادو تشکیلاتو کې دې د افغاني ټولنې له میرمنو نیولې تر لږکیو او ټولو قومونو ته ځای ورکړل شي تر څو د سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي.
مصالحې شورا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې ویلي ؤ چې د تشکیلاتو په جوړښت یې کار پیل کړی، او ژر به یې اعلان کړي.
له بریتانیا وړاندې د اروپایي ټولنې استازي هم پر کابل ادارې غږ کړی ؤ چې د ملي مصالحې تر نامه لاندې اعلان شوی بنسټ باید په سملاسي توګه اعلان او په فعالیت کار پیل کړي.