کابل ټکی کام (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
فارن پالیسي ورځپاڼې د خپلو معتبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې ښایي پر نړیوالې ټولنې د ټرمپ لخوا لګول شوي بندیزونه د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن ختم کړي.
مطلب کې راغلی، بایډن د هغه د نړیوالو متحدینو او عدالت غوښتونکو تر زیاتو فشارونو لاندې دی تر څو د جرمونو نړیوالې محکمې پر غړو هغه بندیزونه چې ټرمپ لګولي ؤ؛ ایسته کړي.
دا لا مالومه نه ده چې بایډن به له خپلې لوړې څومره وخت وروسته دا کار وکړي؟؛ خو نړیوالې جنایي محکمې تر دې وړاندې په مکرره توګه وغوښتل چې ټرمپ باید د فعالیت اجازه ورکړي، لیکن د هغه ځواب بیاهم منفي ؤ.
ټرمپ د جرمونو پر نړیوالې محکمې، فاتو بنسودا او یو شمېر نورو غړو یې د هغو هڅو له امله چې غوښتل یې افغانستان کې د شل کلنې جګړې په دوران کې د بشر حقونو څخه د سرغړونو او جنګي جنایتونو په اړه څېړنې وکړي، بندیزونه لګولي ؤ.
تازه په یو شمېر تحقیقاتو کې جوته شوې چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې استرالیایي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایات تر سره کړي، او تر ۵۰ ډېر ملکیان او زندانیان یې په بې رحمۍ سره وژلي دي.