کابل ټکی کام (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې صومالیا کې د امریکا د استخباراتو «سي آی اې» یو لوړ رتبه افسر وژل شوی.
نیویارک ټایمز ويلي، چې د سي آی اې دغه تجربه لرونکی افسر د ځانګړو ځواکونو د هغې ډلګۍ غړی و چې په سیمه کې خطرناک عملیات ترسره کوي.
سي اېن اېن تلویزیوني شبکې بیا ویلي، چې یاد افسر تېره اونۍ په عملیاتو کې ژوبل شوی و، چې تېره ورځ یې د امریکا په یو پوځي روغتون کې ساه ورکړې.
که څه هم د امریکا دفاع وزارت تر دې دمه د سي آی اې د دې افسر د وژلو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، خو امریکايي رسنۍ وایي، چې د غه افسر د ځانګړو عملیاتو تجربه لرله، په ګڼو عملیاتو کې یې برخه اخیستي وه او تر دې وړاندې یې د امریکايي پوځ د «ايلیټ سیل۶» ډلګۍ غړیتوب هم درلود.
باید وویل شي چې دا مهال په صومالیا کې د امریکا ۷۰۰ سرتیري شتون لري چې وخت ناوخته به د «الشباب» په نوم وسلولې ډلې پر وړاندې عملیات ترسره کوي.