کابل ټکی کام (جمعه، ۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مایک پومپیو” طالبانو سره لاسلیک شوی تړون د جګړې پای او دایمي سولې راتګ لپاره مهم بللی، او په بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی.
پومپیو افغانستان او عراق ته په اشارې زیاتوي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي چې امریکایي سرتیري په هغو سیمو کې پاتې شي چې شتون یې د امریکا لپاره ګټه نه لري.
نوموړي فاکس نیوز ته ویلي ” د امریکا د امنیت تامین دې هېواد کې د عسکرو په شمېر پورې اړه نه لري او امریکايي ځواکونه هر وخت د هر ګواښ مخنیوی کولی شي”.
پومپیو ویلي، چې د دوحې تړون څخه وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې ګواښونه د پام وړ کم شوي دي؛ او آن صفر ته رسېدلي دي.
د امریکا خارجه وزیر د وروستیو جګړو په شدت خواشیني ښودلې، او غږ یې کړی چې نور باید د جګړې اور کم او د تلپاتې سولې لپاره بالآخره اوربند اعلان کړل شي.