راپورتاژ: م. جمیل باور
شاوخوا درې مياشتې وړاندې د قطر په پلازمينه دوحه کې په رسمي توګه بین الافغاني مذاکرات پيل شول او د دواړو خواوو د تماس ډلې د مذاکراتو لپاره د يو طرزالعمل په جوړولو څو ځله ناستې وکړې او د سختو خبرو او بحثونو وروسته، تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم خبر ورکړ چې تر اوږد انتظار وروسته د بين الافغاني مذاکراتو لپاره پر طرزالعمل هوکړه وشوه.
ورپسې د قطر پلازمینې دوحې ته له کابل څخه د افغان سیاسي جهتونو د تللي مذاکراتي پلاوي ویاند او غړي ” نادر نادري ” پر خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ومنله چې په ټوله کې په طرزالعمل پرېکړه شوې؛ خو په مقدمه باندې به یو څه وخت نور هم بحثونه دوام لري.
اوس تازه یوې مؤثقې دولتي سرچینې رسنیو ته منلې چې ډاکټر غني؛ عبدالله، کرزي او استاذ سیاف سره تر ناستې وروسته په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسي جهتونو د مذاکراتي ټیمونو لخوا تکمیل شوی طرزالعمل منلی دی.
که څه هم ډاکټر غني او ټیم یې د تکمیل شوي طرزالعمل مخالف ؤ؛ او ډیره هڅه یې وکړه چې روانه پروسه سبوتاژ کړي خو د امریکا فشار او په حکومت کې دننه را ولاړو شویو ستونزو اړ کړ چې دغه طرزالعمل ومني.
باید وویل شي چې له کابل څخه د قطر پلازینې دوحې ته د افغان سیاسي جهتونو د تللي پلاوي یو غړي حفیظ منصور څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، چې د افغان سیاسي جهتونو د مذاکراتي پلاوي اکثره غړي د سولې د بین الافغاني خبرو د عملي پیل لپاره طالبانو سره د دوحې تړون او فقه حنفي د اصل په توګه منلي دي او د ډاکټر غني مخالفت کار نه ورکوي.