م. احمد طلحه
له اوږد انتظار وروسته په دوحه کې پيل شوې بين الافغاني خبرې اخر يوې مثبتې پايلې ته ورسېدې، طالبانو په رسمي توګه ومنله، چې د تماس ډلو د بين الافغاني خبرو پر ۲۱ ماده ييز طرزالعمل توافق کړی او نور په دې برخه کې کومه ستونزه نه ده پاتې او د توافق متن د روانې نومبر مياشتې په ۱۵مه نيټه په پښتو او فارسي ژبه په عمومي مجلس کې لوستل شوی او يوه کاپي يې کوربه هيواد (قطر) ته هم ورکړل شوې ده.
که څه هم کابل حکومت په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې؛ خو کابل څخه د تللي مذاکراتي ټيم وياند په خپله رسمي ټويټرپاڼه منلې چې مجموع کې د خبرو پر چلنلار توافق شوی؛ خو په مقدمه کې ځينې داسې موارد پاتې دي، چې بايد بحث پرې وشي. د افغان بحران د حل په موخه پيل شوې ډيپلوماتيکي پروسې له پيل را وروسته دا څوم ځل دی، چې طالبان په دغه برخه کې برياوې خپلوي.
کله چې طالبانو له امريکايانو سره له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو عسکرو د ايستلو پر موضوع بحث کاوه، هغه مهال طالبانو دا دريځ درلود چې د قضيې د بهرني بعد تر حل کېدو وروسته چمتو يو، چې د داخلي بعد پر موضوع له ټولو افغان جهتونو سره خبرې وکړو. خو د کابل ادارې چارواکو او د دوی مطبوعاتي فعالانو ولس او نړۍ ته داسې ذهنيت ورکاوه، چې طالبان يوازې د قضيې د بهرني بعد په سوله ييز حل باور لري او افغانانو سره خبرو ته چمتو نه دي.
خو د بين الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل توافق ثابته کړه، چې طالبان پر خپل دريځ کلک ولاړ دي او د افغان بحران د حل لپاره بين الافغاني مذاکراتو ته پوره ژمنتيا لري او په ټول ځواک سره هڅه کوي، چې دغه څلوېښت کلنه معضله د خبرو له لارې حل شي او افغانستان د يو ازاد، ځواکمن اسلامي نظام په درلودلو سره په ټولو ډګرونو کې د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره سيال شي او جګړه ځپلی ملت په خپل هيواد کې سوکاله ژوند وکړي.